د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې امریکا له جنوبي کوریا سره د سوداګرۍ یو تړون لاسلیک کړی چې پکې ۱۵ سلنه تعرفه شامله ده.
ټرمپ یو نوی سوداګریز تړون اعلان کړ چې له مخې یې جنوبي کوریا به د ۳۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکا تر کنټرول لاندې پانګونه کوي او د خپلو صادراتو پر وړاندې به تعرفې مني.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا له جنوبي کوریا سره یو نوی سوداګریز تړون لاسلیک کړی چې پکې د جنوبي کوریا د صادراتو پر وړاندې امریکا ته ۱۵ سلنه تعرفه شامله ده.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشیل پلیټ فارم له لارې په خپور کړي بیان کې وویل " زه خوښ یم چې اعلان کړم چې د امریکا له کوریا جمهوریت سره یو بشپړ او هراړخیز سوداګریز تړون ته رسیدلي دی".
هغه وویل چې پدې تړون کې له جنوبي کوریا څخه د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه شامله ده، چې دا پانګونه به "د امریکا ملکیت او تر کنټرول لاندې وي، او زما لخوا، د ولسمشر په توګه، ټاکل کیږي."
ټرمپ زیاته کړه چې جنوبي کوریا به هم د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت مایع طبیعي ګاز او نور انرژي محصولات هم واخلي.
هغه وویل: "جنوبي کوریا موافقه کړې چې د دوی د پانګونې موخو لپاره به لویه اندازه پانګونه وکړي."
د تړون د یوې برخې په توګه، ټرمپ وویل چې جنوبي کوریا به خپل بازارونه په بشپړه توګه د امریکایي توکو لکه موټرو، لاریو، او کرنیزو محصولاتو پر مخ خلاص کړي.
په بدل کې، د جنوبي کوریا صادرات به امریکا ته د ۱۵ سلنه تعرفې تابع وي، پداسې حال کې چې امریکایي توکي به پرته له تعرفې جنوبي کوریا ته داخلیږي.
د اونۍ له پیله، ټرمپ ویلي وو چې د هغه اداره له پاکستان سره هم یو سوداګریز تړون ته رسیدلې، او له نورو هیوادونو سره خبرې روانې دي، تر څو د هغه د خپل ټاکلي ضربالاجل، د اګست لومړۍ نېټې، مخکې نوي سوداګریز تړونونه بشپړ شي.