نړۍ
2 دقیقې خواندن
په امریکا کې یو تن په اسرائیل کې د امریکا په سفارت د برید کولو د هڅې په تور ونیول شو
جوزف نوماير، چې ۲۸ کلن دی، د يکشنبې په ورځ د اور اچووونکو يا چاودېدونکو موادو په کارولو سره په تل ابیب کې د امریکا سفارت ودانۍ د ويجاړولو هڅې په تور تورن شوی دی.
په امریکا کې یو تن په اسرائیل کې  د امریکا په سفارت د برید کولو د هڅې په تور ونیول شو
/ AA
26 می 2025

د امريکا د فدرالي تحقيقاتو ادارې (FBI) يو دوه ګوني امريکايي-الماني تابعيت لرونکی کس په جان ايف کينيډي هوايي ډګر کې د اسرائيل په تل ابيب کې د امريکا د سفارت ودانۍ  ته  د اور اچولو هڅې په تور نيولی دی. دا خبره د امریکا د عدليې وزارت کړې ده.

جوزف نوماير، چې ۲۸ کلن دی، د يکشنبې په ورځ د اور اچووونکو يا چاودېدونکو موادو په کارولو سره په تل ابیب کې د امریکا سفارت ودانۍ د ويجاړولو هڅې په تور تورن شوی دی.

د FBI ځانګړو اجنټانو نوماير هغه مهال ونيولو کله چې دی د اسرائيلي چارواکو له خوا امريکا ته ډیپورت  شوی و او نيويارک ته ورسېد.

نوماير د نيويارک په ختيځې ولسوالۍ کې د امريکا د قاضي پيګي کو په وړاندې خپله لومړنۍ محاکمه وکړه، چېرته چې پرېکړه وشوه چې دی به تر بند لاندې پاتې کېږي.

نوماير چې د اپرېل په مياشت کې اسرائيل ته رسېدلی و او د مې په ۱۹مه يې په تل ابيب کې د امریکا سفارت ته نږدې د درېو جوړو شويو اور اچونکو وسايلو (چې عموماً د مولوتوف کوکتيل په نوم پېژندل کېږي) سره يو کڅوړه انتقالوله نیول شوی وو.

ګواښونکي پيغامونه

د نوماير د ټولنيزو رسنيو پوسټونو کې داسې ګواښونکي پيغامونه موندل شوي چې پکې ويل شوي: "راسره يوځای شئ چې په تل ابيب کې د امریکا سفارت وسوځوم." همدارنګه، ځينې نور پوسټونه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ يي په مرګ ګواښلی وو.

د امريکا لوی څارنوال پامېلا بانډي وويل: "وزارت به داسې تاوتريخوالی ونه زغمي او دغه تورن کس ته به د قانون تر ټولو سختې سزا ته ورسوي."

د FBI مشر کاش پټېل دغه کړنه "کرکجن او تاوتريخجن چلند" وباله.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي که چېرې نوماير مجرم وپېژندل شي، کېدای شي نو مایر  د پنځو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا او تر ۲۵۰,۰۰۰ ډالرو پورې  نقدي جريمه  شي.

د نوماير د هڅې دوه ورځې وروسته، يو کس په واشنګټن کې د يهودي موزيم مخې ته د اسرائيلي سفارت دوه کارکوونکي په ډزو ووژل.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us