منځنی ختیځ
2 دقیقې لوستل
د ۲۰۲۵ کال راهیسې ۱۶ اسرائیلي عسکر ځان وژنه کړې — راپور
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شپاړس اسرائیلي سرتېرو ځان وژنه کړې، چې د غزې د نسل وژنې له پیل څخه د پوځ د ځان وژنو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.
د ۲۰۲۵ کال راهیسې ۱۶ اسرائیلي عسکر ځان وژنه کړې — راپور
/ Reuters
29 جولای 2025

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شپاړس اسرائیلي سرتېرو ځان وژنه کړې، چې د غزې د نسل وژنې له پیل څخه د پوځ د ځان وژنو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.

د اسرائیلو دولتي خبري اژانس  کان په راپور کې ویل شوي چې په دې وروستیو شمېرو کې اته فعال سرتېري، اووه احتیاطي ځواکونه او یو مسلکي سرتېری شامل دي. په ۲۰۲۴ کال کې، ۲۱ سرتېرو ځان وژنه کړې وه، او په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۱۷ وه.

د راپور له مخې د احتیاطي ځواکونو په منځ کې د ځان وژنې کچه په څرګند ډول لوړه شوې، کوم چې په غزه کې د اسرائیلي ځمکنۍ یرغل لپاره په پراخه کچه ځای پر ځای شوي دي.

سربېره پر دې په  نږدې ۳۷۷۰ سرتېرو کې  د جګړې وروسته د رواني فشار ناروغۍ (PTSD) تشخیص شوې ده.

د راپور له مخې، د ۱۹۰۰۰ ټپیانو څخه چې په غزه کې د روان نسل وژنې د پيل راهیسې ټپیان شوي دي ،  نږدې ۱۰۰۰۰ یې د رواني ستونزو سره مخ دي او د دفاع وزارت د بیا رغونې څانګې له لارې درملنه ترلاسه کوي.

د اسرائیلي پوځ لخوا د رواني مقاومت د لوړولو لپاره ورکشاپونه ترسره کېږي او د جګړې پخواني سرتېري پوځي روانپوهانو ته معرفي کېږي، ترڅو د دې "اندېښمنې پدیدې" سره مقابله وشي.

د ورځې په لومړیو کې، د یدعوت اخرونوت ورځپاڼې د پوځي بیان په حواله وویل چې د احتیاطي ځواک یو سرتېری، اریئل میر تامان، د یکشنبې په شپه په سویلي اسرائیل کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.

پوځي څېړنې پیل شوې ترڅو د مرګ علت معلوم کړي، ځکه چې ګمان کېږي سرتېري ځان وژنه کړي وي.

د پوځي معلوماتو له مخې، په غزه کې د نسل وژنې له پیل راهیسې ۸۹۵ اسرائیلي سرتېري وژل شوي او ۶۱۳۴ ټپیان شوي دي. پوځ د کورنیو تورونو سره مخ دی چې د لوړو تلفاتو شمېر پټوي.

نسل وژنه

اسرائیل د غزې په محاصره شوې سیمه کې نږدې ۶۰ زره فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us