د غزې جګړه
2 دقیقې خواندن
د ازادۍ د کتار ائتلاف په مرستو بار کښتۍ د غزې پر لورې روانه ده
د ازادۍ کتار ائتلاف چې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې غزې ته د مرستو رسولو او اسرائیلو د محاصرې د ماتولو هڅه کوي  غزې ته په مرستو بار د یوې کښتۍ د رسولو هڅه کوي.
د ازادۍ د کتار ائتلاف په مرستو بار کښتۍ د غزې پر لورې روانه ده
/ AP
3 ساعته مخکې

د ازادۍ کتار ائتلاف چې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې غزې ته د مرستو رسولو او اسرائیلو د محاصرې د ماتولو هڅه کوي  غزې ته په مرستو بار د یوې کښتۍ د رسولو هڅه کوي.

يوه مرستندويه کښتۍ چې ۱۲ فعالان پکې سپاره دي، د مصر ساحل ته رسېدلې او د محاصره شوې فلسطینۍ سیمې غاړې ته نږدې شوې ده. دا خبره د ازادۍ کتار ائتلاف کړې ده.

نوموړي ائتلاف د شنبې په ورځ له لندن څخه په یوه بیان کې وویل  چې کښتۍ د مصر اوبو ته داخله شوې ده.

دې ډلې ویلي چې دوی د نړیوالو قانوني او بشري حقونو ادارو سره په تماس کې دي ترڅو د کښتۍ د سپرلیو امنیت یقیني کړي، او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول مداخله به د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه وي.

په کښتۍ کې د اروپا د پارلمان یوه غړې له حکومتونو وغوښتل چې د "آزادۍ کښتۍ" لپاره خوندي تګ راتګ یقیني کړي.

یوه فعاله د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "موږ اوس د مصر ساحل ته نږدې روان یو." هغې زیاته کړه: "موږ ټول ښه یو."

مدلين، چې د آزادۍ کښتۍ د ائتلاف برخه ده، تېره اوونۍ له سيسيلي څخه د مرستې سامانونو سره روانه شوې وه ترڅو پر غزې  د اسرائيلو محاصره او بنديز مات کړي.

فلسطینۍ سیمه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر اوومې نېټې مخکې هم د اسرائيلو د سمندري محاصرې لاندې وه، او اسرائيلو په تېرو وختونو کې د دې محاصرې د پلي کولو لپاره پوځي اقدامات کړي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د اسرائيلو د پوځ د تورکیې اړوند په یوې مرستندویه کښتۍ چې د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه روانه شوې وه برید وکړ او ۱۰ تنه مرستندویان يي ووژل.

همداشان اسرائیلو د مې په میاشت کې، د آزادۍ کښتۍ یوه بله کښتۍ، چې "وجدان" نومېده، او د غزې پر لورې روانه وه د ډرون سره برید وکړ چې ګڼشمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، .

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us