د اوکراین چارواکو د توغندیو د برید خبرداری ورکړ، او د فرانسې خبري آژانس خبریالانو په پلازمینه کې چاودنې واورېدې. د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې په ټیلیګرام کې وویل: "روسیې په کیف باندې یو لوی ګډ برید ترسره کړی دی." د لومړنیو معلوماتو له مخې، نهه کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي. ادارې زیاته کړه چې په ټپیانو کې ۴۲ کسان روغتون ته وړل شوي، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي.
د پلازمینې په پنځو ولسوالیو کې زیانونه اوښتي، چې پکې په ګراجونو او اداري ودانیو کې اورلګیدنې هم رامنځته شوي دي. اورلګیدنې مهار شوي دي. د بیړنیو خدماتو ادارې وویل چې په دې برید کې د استوګنې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. "د کنډوالو لاندې د خلکو د موندلو هڅې روانې دي."
د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي دي چې په کیف کې د استوګنیز ودانۍ په زیرزمینۍ کې ، د هوايي برید د خبرداري وروسته له لسو زیات خلک راټول شوي وو. کیف وروستی ځل د اپرېل په پیل کې د توغندیو هدف ګرځېدلی و، چې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي وو. له ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې چې روسیې خپل پراخ برید پیل کړی، کیف وخت په وخت بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
په ختیځ اوکراین کې، د خارکیف ښار د پنجشنبې په سهار د اوو توغندیو هدف وګرځېد. د نوموړي ښار ښاروال ایګور تیریخوف وویل، "په یوه شپه کې دوهم ځل د کروز توغندیو تر برید لاندې راغلي یو." "وروستی برید په یوه ګڼ مېشته استوګنیزه سیمه کې شوی... دوه کسان هلته ټپیان شوي دي. د دښمن د بریدونو د ځایونو پلټنه روانه ده." تیریخوف د ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې "احتیاط وکړي."
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لوړ پوړي سلاکار، اندري یرماک، وویل چې روسیه اوس مهال په کیف، خارکیف او نورو ښارونو باندې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کوي. هغه وویل: "پوتین یوازې د وژلو اراده ښيي." هغه زیاته کړه: "په ملکي وګړو بریدونه باید بند شي."