نړۍ
2 دقیقې خواندن
اوکرایني چارواکي : روسیې د جګړې د پیل راهیسې پر اوکراین تر ټولو ستر هوايي بریدونه کړي
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې ټولټال ۵۳۷ هوايي  بریدونه  پر اوکراین ترسره کړي دي، چې په دې کې ۴۷۷  د ډرونونو  او ۶۰ توغنديو پر مټ شوي  .
اوکرایني چارواکي : روسیې د جګړې د پیل راهیسې پر اوکراین تر ټولو ستر هوايي بریدونه کړي
/ Reuters
12 ساعته مخکې

روسیې تیره شپه د اوکراین پر وړاندې خپل تر ټولو لوی هوايي برید ترسره کړ. د اوکراین یو چارواکي ویلي، چې دا د بمبارۍ  د هغه  کمپاین برخه ده چې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې یې نورې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې ټولټال ۵۳۷ هوايي  بریدونه  پر اوکراین ترسره کړي دي، چې په دې کې ۴۷۷  د ډرونونو  او ۶۰ توغنديو پر مټ شوي  .

د اوکراین دفاعي  ځواکونو ۲۴۹ ډرون او توغندي په نښه او له منځه وړي دي، او ۲۲۶ نور بیا  ښایي د برقي خنډونو په نتیجه کې خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې شنډ شوي  وي.

د اوکراین د هوايي ځواک د اړیکو مشر یوري ایهنات د ایسوشیټډ پریس سره په خبرو کې وویل چې دغه شپېنۍ حمله د هېواد پر وړاندې "تر ټولو لوی هوايي برید" وه، چې په کې ډرونونه او د مختلفو ډولونو توغندي شامل وو.

دغه برید د اوکراین په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د لوېدیځو سیمو په ګډون چې د جګړې له کرښې لرې دي، ترسره شوی دی.

د پولنډ هوايي ځواک ویلي چې د پولنډ او د هغې د متحدو هېوادونو الوتکې د پولنډ د هوايي حریم د خوندي ساتلو لپاره چمتو شوې وې.

د خرسون سیمه ییز والي اولیکساندر پروکودین ویلي چې په یوه ډرون برید کې یو کس وژل شوی دی.

په چیرکاسي سیمه کې شپږ کسان ټپیان شوي، چې په کې یو ماشوم هم شامل دی، د سیمې والي ایهور تابوریټس ویلي دي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us