نړۍ
2 دقیقې خواندن
ټرمپ پر ایران د اسرائیلو د بریدونو نه د عالي بریدونو په توګه یادونه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لخوا د ایران پر وړاندې د شپې هوايي بریدونه "عالي" بللي دي او زیاته یې کړه چې "نور هم په لاره دي".
ټرمپ پر ایران د اسرائیلو د بریدونو نه د عالي بریدونو په توګه یادونه وکړه
/ Reuters
14 جون 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لخوا د ایران پر وړاندې د شپې هوايي بریدونه "عالي" بللي دي او زیاته یې کړه چې "نور هم په لاره دي".

ټرمپ د جمعې په ورځ د ABC نیوز سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې بریدونو په اړه په ښکاره ډول د خوښۍ څرګندونه وکړه.

ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې دا بریدونه ډېر ښه وو. موږ هغوی ته یو چانس ورکړ، خو هغوی  ونه منله. هغوی سخت وځپل  شول، ډېر سخت. هغوی داسې ووهل شول چې تر دې سخت به څوک ونه وهل شي. او نور بریدونه هم په لاره دي، ډېر نور."

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې آیا امریکا په دې برید کې کومه برخه لرله، هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: "زه نه غواړم په دې اړه څه ووایم."

‘ایران باید معامله وکړي’

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې "باید معامله وکړي، مخکې له دې چې هېڅ هم پاتې نه شي، او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران امپراتورۍ په نوم پېژندل کېدل."

هغه په Truth Social کې ولیکل: "نور مرګونه نه، نور ویجاړی نه، یوازې معامله  وکړئ، مخکې له دې چې ناوخته شي."

ټرمپ وویل چې هغه ایران ته د ډیپلوماسۍ لپاره یو چانس ورکړ، خو زیاته یې کړه چې سره له دې چې "هغوی څومره نږدې شول، هغوی ونه توانېدل چې معامله وکړي."

هغه وویل چې هغه ایراني چارواکو ته ویلي وو چې وضعیت به "تر هغه څه ډېر خراب شي چې هغوی یې فکر کوي، تمه یې لري، یا ورته ویل شوي دي." هغه زیاته کړه چې امریکا "په نړۍ کې تر ټولو پرمختللې او ځواکمنې پوځي وسلې جوړوي" او اسرائیل "د دې ډېره برخه لري."

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us