د ایران د زاهدان په ښار کې پر محکمې وسله وال برید شوی.
د ایران د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د زاهدان په محکمې د ترهګریز برید له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فارس نیمه رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله والو بریدګرو د ایران په جنوب ختیځ ښار زاهدان ښار کې په اصلي محکمه ترهګریز برید وکړ.
د قدس ځواکونو د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې پدې ترهګري برید کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي د پیښې قربانیان ټول عام وګړي وو. پدې پيښه کې یوې میرمنې او یو نوزاد ماشوم هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
ویل کیږي امنیتي ځواکونو ۳ تنه ترهګر له منځه وړي چې د یو تن په ځان باندې ځانمرګي برید واسکټ هم شتون درلود.
د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو مرستیال مشر جنرال علي رضا دلیري خبري رسنیو ته وویل چې نن سهار د ۸ نیمو بجو په شاوخوا کې یوې ډلې ترهګرو چې د عامه خلکو په څیر جامې په تن وې د زاهدان ښار محکمې ته ننوتل .
ترهګر محکمې ته د ننوتو سره په خلکو ډزې پيل کړې چې امنیتي ځواکونو سمدلاسه مداخله وکړه . ترهګرو یو لاسي بم د محکمې په دننه کې وچو چې یو شمیر مراجعینو د وژل کیدو لامل شو.
پلازمینه، زاهدان، پخوا د پاکستان او افغانستان سره پولو ته نږدې د وسله والو ډلو لخوا د فعالیت کولو له امله د ناکراریو او خال خال تاوتریخوالي شاهد و.
د برید مسئولیت د جیش الظلم په نامه یوې ډلې په غاړه اخیستی دی.