7 جولای 2025
د تورکیې د وسله والو ځواکونو ۸ تنه سرتیري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې چوکاټ کې په شهادت ورسیدل.
د تورکیې د ملي دفاع وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ،
"د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۶مه، د پنجې – چابي د عملیاتو په سیمه کې په ۸۵۲ ارتفاع کې په یوې څمڅه کې چې د ترهګریز سازمان د غړو استفاده کیده د پلټنې عملیاتو په جریان کې ګڼشمیر سرتیري د میتان ګازو له امله مسموم شول . په لومړني پړاو کې ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل چې وروسته دا شمیره ۸ ته لوړه شوه.
په بیان کې راغلي دي چې مونږ پدې پیښه کې د شهید شوو اتلو سرتیرو لپاره د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت ، د هغوې دردلیدلي کورنیو ، خپلوانو، تورکیې وسله والو ځواکونو او تورکیې ملت ته د صبر غوښتنه کوو. "
په بیان کې راغلي دي چې ځیني سرتیري اوس هم د تداوۍ لاندې قرار لري.