د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې، انقرې دغه کړنه "پاروونکی عمل" بللې او له دواړو خواوو څخه يي د زغم او عقلانیت غوښتنه کړې ده.
وزارت ویلي: "موږ دا ډول پارونکي ګامونه او هغه بریدونه چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې په نښه کوي، غندو. د هند لخوا تېره شپه ترسره شوی برید د پراخې جګړې خطر زیاتوي."
تورکیې د وضعیت د چټک خرابېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمولو او د نورو شخړو د مخنیوي لپاره یې د عاجلو ګامونو غوښتنه کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړینو میکانیزمونو جوړول، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اړین دي.
انقرې د اپرېل د ۲۲مې نیټې د ترهګریز برید په اړه د پاکستان د تحقیقاتو غوښتنې ملاتړ کړی او د شفافیت او سیمهییزې همکارۍ په اړه خپل دریځ بیا تایید کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: "موږ تمه لرو چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ژر تر ژره ګامونه واخیستل شي." وزارت زیاته کړې چې تورکیه د پرمختګونو نږدې څارنه کوي.
د ویلو ده چې هندوستان د اپریل په ۲۲ مه په جمو او کشمیر کې پر ملکي وګړو د وسله وال برید نه وروسته پاکستان پدې پیښه کې په لاس لرولو تورن کړ خو تر اوسه پورې پدې اړه کوم اسناد او شواهد ندي وړاندې کړي. هند د غچ اخیستې نه یادونه کړې وه چې بالاخره تیره شپه په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په ګڼشمیر هدفونو بریدونه وکړل .پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې پدې بریدونو کې ملکي میشتې سیمې او جوماتونه په نښه شوي دي او په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ ویلي چې په نښه شوې سیمې کې بهاولپور، مریدکې، مظفرآباد، کوټلي، باغ، او احمدپور ایست شامل دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه درې کلنه نجلۍ، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ، او یو ۱۸ کلن هلک شامل دي. لسګونه کسان ټپیان شوي او دوه کسان لا هم ورک دي.
د جنرال احمد شریف چودري په وینا، د مختلفو وسلو ۲۴ بریدونه ثبت شوي چې ګڼ مېشته سیمې او مذهبي ځایونه یې په نښه کړي دي. په ځواب کې، پاکستان ادعا کړې چې پنځه هندي جنګي الوتکې او څو ډرونونه یې ویشتې او له منځه وړي دي.