نړۍ
2 دقیقې خواندن
د هندوستان د تکنالوژۍ مرکز د سختو بارانونو له امله زیانمند شوی دی.ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې
د سیمې د  چارواکو په وینا د سختو بارانونو له امله د هند د ټکنالوژۍ مرکز بنګلور ځینې برخې په اوبو کې ډوبې شوې دي، چې د مرګ ژوبلې لامل شوي دي . دا پېښه د هغه ښار د اوږدمهاله زیربناوو نیمګړتیاوې په ډاګه کوي چې په بې ساري چټکتیا سره پراخ شوی دی.
د هندوستان د تکنالوژۍ مرکز د سختو بارانونو له امله زیانمند شوی دی.ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې
/ AFP
11 ساعته مخکې

د هندوستان د بنګلور په ښار کې د تکنالوژۍ مرکز د سختو بارانونو له امله زیانمند شوی دی. پدې پیښو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې د  چارواکو په وینا د سختو بارانونو له امله د هند د ټکنالوژۍ مرکز بنګلور ځینې برخې په اوبو کې ډوبې شوې دي، چې د مرګ ژوبلې لامل شوي دي . دا پېښه د هغه ښار د اوږدمهاله زیربناوو نیمګړتیاوې په ډاګه کوي چې په بې ساري چټکتیا سره پراخ شوی دی.

د هند د سلیکون وادۍ په نوم یادېدونکی دا سویلي ښار په چټکۍ سره د ودې له امله د ډېرو اوبو لارې بندې شوي یا د کثافاتو له امله ډکې شوي ، چې هر کال د درنو بارانونو پر مهال د اوبو د بندېدو لامل ګرځي.

د کرناټکا ایالت وزیر اعلی، سدارامیا، د دوشنبې په ماښام وویل: "د باران د اوبو ډیرې ویالې د خلکو لخوا اشغال شوي  ، ویالې کمې او سطحي دي، او د خاورو او کثافاتو څخه ډکې دي."

هغه زیاته کړه: "ښاري ادارې ته څو ځله لارښوونې شوې دي چې دا ویالې پاکې کړي، او کار لا هم روان دی."

سدارامیا وویل چې دا د خواشینۍ خبره ده چې یوې ښځې په بنګلور کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، هغه ښار چې د ۱۰ میلیونو څخه زیات خلک پکې ژوند کوي.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.

هند هر کال د مانسون په موسم کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ کېږي، او کارپوهان وایي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د دې پېښو شدت او تکرار زیات شوی دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us