نړۍ
3 دقیقې لوستل
د آتن د ښاروال لخوا د اسرائیل سفیر ته د درس په څیر ځواب
د یونان د پلازمینې آتن ښار د اسرائیلو د سفیر په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د آتن ښاروال وویل ، مونږ د هغه چا څخه چې ماشومان او ملکي وګړي وژني د ډیموکراسۍ درس اخیستو ته اړتیا نلرو.
د آتن د ښاروال لخوا د اسرائیل سفیر ته د درس په څیر ځواب
/ AP
4 اګست 2025

د یونان د پلازمینې آتن ښار د اسرائیلو د سفیر په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د آتن ښاروال وویل ، مونږ د هغه چا څخه چې ماشومان او ملکي وګړي وژني د ډیموکراسۍ درس اخیستو ته اړتیا نلرو.

د آتن ښاروال حارث دوکاس د یکشنبې په ورځ   وروسته د هغه چې د  اسرائیلو سفیر په پلازمېنه کې آتن کې د یهودیت ضد کړنو زیاتیدو ادعا وکړه او پدې اړه يي د یونان پر چارواکیو نیوکې وکړې د هغه په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او  ټینګار يي وکړ چې یونان له هغو کسانو څخه "د ډیموکراسۍ درسونو ته اړتیا نلري چې ملکي وګړي وژني."

اسرائیلو سفیر نوعام کاټز ادعا وکړه چې په آتن کې د یهودیت ضد کړنې ډیرې شوي دي او د ښار چارواکي ددې کړنو د مخنیوي او په اړه يي د اقدام په کولو کې پاتې راغلي او ناکام شوي دي. هغه ویلي دي چې دې کړنو اسرائیلي سیلانیان "ناارامه" کړي دي. د اټن  ښار  دوکاس د خپلې ادارې له کارکردګیو څخه دفاع وکړه او په غزه کې یې د اسرائیلو جنایتونو ته پام واړاوه.

هغه وویل: "د ښار د ښاروالۍ ادارې په توګه، موږ تل د تاوتریخوالي او نژاد پالنې مخالف وو. خو موږ له هغو کسانو څخه د ډیموکراسۍ درس اخیستو ته اړتیا نلرو چې د خوړو په کتارونو کې ملکي وګړي او ماشومان وژني – هغه کسان چې په غزه کې هره ورځ د بمباریو، لوږې او تندې له امله د لسګونو کسانو د مړینې مسؤل دي."

دوکاس هغه څه هم وغندل چې هغه د اسرائیلي استازي انتخابي غوسه وبلله. هغه وویل: "دا د خواشینۍ وړ ده چې سفیر کاټز یوازې پر ګرافیتي تمرکز کوي چې ډیری یې لرې شوي، پداسې حال کې چې په غزه کې روانې بې سارې نسل وژنې باندې سترګې پټوي."

د اسرائیلو سفیر  د یونانۍ ورځپاڼې کاټیمیریني سره په یوه مرکه کې ادعا کړې وه چې په آتن کې د یهودیت ضد کړنې ډیرې شوي او کړنې  پر اسرائیلي سیلانیانو منفي اغیزو کولو نه یادونه کړې وه او د ښار چارواکي یې په دې تورن کړل چې د دې د لرې کولو لپاره کافي کار نه کوي.

دا څرګندونې په غزه کې د اسرائیلو د روانې جګړې په ترڅ کې شوې دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پیل شوې. په غزه کې د فلسطیني روغتیا وزارت په وینا، تر ۶۰,۸۰۰ ډیر فلسطینیان – چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي  وژل شوي دي. محاصرې لاندې غزه کې  د خواړو، اوبو او درملو شدید کمښت رامنځته کړی، چې لږ تر لږه ۱۷۵ کسان، په شمول ۹۳ ماشومان، د لوږې له امله ژوند د لاسه ورکړی دی .

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us