نړۍ
2 دقیقې لوستل
چارواکو په هند کې د انیل امباني د ریلائنس په شرکتونو چاپې وهلي
د هند د مالي جرمونو پر ضد ادارې (ED) د انیل امباني له ریلاینس ډلې سره تړلو شرکتونو پر دفترونو څو چاپې وهلې دي. د دولتي تلویزیون دوردَرشن په وینا، دا عملیات د احتمالي پیسو مینځلو په قضیه کې ترسره شوي دي.
چارواکو په هند کې د انیل امباني د ریلائنس په شرکتونو چاپې وهلي
/ Reuters
24 جولای 2025

چارواکو په هند کې د انیل امباني د ریلائنس په شرکتونو چاپې وهلي

چارواکي وايي چې دا ډله د بانکي پورونو د غلا کولو لپاره د ښه پلان په جوړولو کې ښکیل ده.

د هند د مالي جرمونو پر ضد ادارې (ED) د انیل امباني له ریلاینس ډلې سره تړلو شرکتونو پر دفترونو څو چاپې وهلې دي. د دولتي تلویزیون دوردَرشن په وینا، دا عملیات د احتمالي پیسو مینځلو په قضیه کې ترسره شوي دي.

د پریس ټرسټ آف انډیا  (PTI) د راپور له مخې، چارواکو د ممبۍ په مالي پلازمېنه کې له ۳۵ څخه ډېر ځایونو تلاشي اخیستې چې له ۵۰ شرکتونو او ۲۵ اشخاصو سره تړاو لري. دا چاپې د " پیسو مینځلو د مخنیوي قانون"  لاندې ترسره شوې دي.

د سرچینو په حواله، چارواکو شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالره هغه پورونه څېړي چې د ۲۰۱۷ او  ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د امباني د ډلې شرکتونو ته ورکړل شوي وو او ګومان کېږي چې دا پورونه د جعلي شرکتونو او ډلو تر منځ په ناقانونه ډول انتقال شوي دي.

اداره تور لګوي چې دغه ډله‌ییز جوړښت د یو "ښه پلان شوي" سکیم له لارې د بانک پورونه اختلاس کړي دي. همداراز ویل شوي چې د یس بانک چارواکو ته رشوتونه ورکړي تر څو د بانک داخلي اصول تر پښو لاندې شي او پورونه تصویب شي.

انیل امباني، چې د آسیا تر ټولو شتمن کس موکیش امباني ورور دی، په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ شپږم تر ټولو شتمن کس ګڼل کېده. خو په وروستیو کلونو کې یې کاروباري شتمني ډېره زیانمنه شوې ده.

تېره میاشت راپورونه خپاره شول چې د فرانسوي شرکت داسو ایویېشن او د امباني شرکت ریلاينس ایرو سټرکچر ترمنځ ګډه پروژه (JV)، چې د رافال جنګي الوتکو د تولید لپاره وه، ښایي پای ته ورسیږي. سرچینې وايي دا پرېکړه ځکه شوې چې امباني ونه توانېد چې د ګډې پروژې د دوام لپاره لازمې پانګونې برابرې کړي.

د دې پرمختګونو سره، د انیل امباني پر کاروباري راتلونکي یو ځل بیا پراخ شکونه راپورته شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us