تورکیه
3 دقیقې خواندن
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل وغنده او ویې ویل چې د ګاونډیو په وړاندې یې ستراتیژي نه منونکې ده
هاکان فیدان فایننشل ټایمز ته وویل: "اسرائیل هر عرب او مسلمان هیواد ته د ګواښ په سترګه ګوري، او دا خورا خطرناک دی. د خپلو ټولو سرحدي ایالتونو د کمزوري ساتلو ستراتیژي نه منونکې ده."
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل وغنده او ویې ویل چې د ګاونډیو په وړاندې یې ستراتیژي نه منونکې ده
7 مارچ 2025

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو چلند د خپلو ګاونډیانو سره یو مهم ګواښ دی.

د بریتانیا له فایننشل ټایمز سره د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې، فیدان د اسرائیل د وروستیو بریدونو په اړه چې د سوریې په جنوب کې یې کړي، وویل: "په ځمکه باندې روان بریدونه او نوي نظامي حرکتونه ښکاره پارونه ده."

هغه زیاته کړه: "اسرائیل هر عرب او مسلم هیواد ته د ګواښ په سترګه ګوري، او دا فوق العاده خطرناک دی. دا ستراتیژي چې ټول سرحدي هیوادونه ضعیف وساتي، د منلو نه ده."

په سوریه کې فعالې ترهګرې ډلې

فیدان ټینګار وکړ چې د PKK/YPG په مشرۍ SDF — چې په سوریه کې فعاله ترهګره ډله ده — د تورکیې "قسم خوړلی دښمن" دی، او ویې ویل: "موږ نشو پرېښودای چې دوی خپل فعالیت ته دوام ورکړي." هغه وویل، تورکیه غواړي د دمشق نوي حکومت ته فرصت ورکړي چې د PKK/YPG ترهګریزې مسئلې ته رسېدنه وکړي.

فیدان زیاته کړه، که اړتیا شوه، تورکیه چمتو ده چې په شمال ختیځه سوریه کې هغه کمپونه او زندانونه په خپل کنټرول کې واخلي چې دا مهال د PKK/YPG تر کنټرول لاندې دي، چیرې چې د داعش ترهګر او د هغوی کورنۍ ساتل کیږي.

هغه وویل: "دا د استخباراتو او هوايي ځواک خبره ده." نوموړي زیاته کړه: "که موږ، د سوریې ګاونډیان، خپله سیمه ییزه طرحه جوړه کړو، نو موږ کولی شو له داعش سره جګړه وکړو، حتی که امریکا پریکړه وکړي چې له سیمې ووځي."

د تېر دسمبر په میاشت کې د اسد رژیم له سقوط وروسته، تورکیې بیا بیا PKK/YPG ته ویلي چې ځان منحل کړي، کنه نو له احتمالي پوځي عملیاتو سره به مخ شي. د سوریې نویو واکمنانو هم ویلي چې په هیواد کې د یو خپلواک نظامي ځواک لپاره هېڅ ځای نشته.

د ټرمپ کړنې او د اروپا د امنیت جوړښت

فیدان هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو اقداماتو ته اشاره وکړه، کوم چې د لویدیځ ډېری مشران یې اندېښمن کړي دي، او وړاندیز یې وکړ چې دا اقدامات باید "زمونږ لپاره د ویښیدو زنګ وي چې متحد شو او خپل ځان ته یو مرکز پیدا کړو."

هغه زیاته کړه که چېرې ناټو له منځه ولاړه شي، تورکیه به وغواړي چې د هر نوي اروپایي امنیتي جوړښت برخه شي.

تورکیه له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې د ناټو غړی دی، او د ناټو دویم لوی پوځ لري. فیدان د اروپايي امنیت په اړه وویل: " پيرۍ له بوتله وتلې دی، او بېرته نشي ورګرځېدلی."

هغه زیاته کړه: "حتی که ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه ونه کړي چې پدې وخت کې له اروپا ووځي، دا امکان شته چې په راتلونکي کې یو څوک چې ورته نظرونه او سیاسي افکار لري، د اروپا امنیت ته د امریکا له مرستو کمولو فکر وکړي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us