6 می 2025
د فرانسې د اژانس پرس خبري اژانس ویلي دي چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع به خپل لومړنی بهرنی سفر فرانسې ته وکړي. د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر مکرون به د الشرع کوربه توب وکړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ نن سې شنبه د سهار په وختي ساعتونو کې په خپور کړي یو بیان کې ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر د یو ټولشموله، ازادې، خپلواکې، باثباته او د ټولو توکمنو حقونو ته درناوي کوونکي یوې سوریې څخه ملاتړ کوي.