اقتصاد
2 دقیقې خواندن
د امریکا او چین ترمنځه په سوداګریزې جګړه کې اوربند د ونډو په بازارونو کې خوښي رامنځته کړې
د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ یوه موافقه چې د لوړو ګمرکي تعرفو کمولو ته لاره هواروي، د چهارشنبې په ورځ نافذ شوه. دا د سختې سوداګرۍ جګړې په ترڅ کې یوه لنډمهاله اوربند دی چې نړیوال بازارونه او د نړیوالو اکمالاتو زنځیرونه یې اغېزمن کړي دي.
د امریکا او چین ترمنځه په سوداګریزې جګړه کې اوربند د ونډو په بازارونو کې خوښي رامنځته کړې
/ AP
14 می 2025

واشنګټن او بیجینګ په دې اونۍ کې موافقه وکړه چې د جینیوا په غونډه کې د خبرو اترو وروسته د تعرفو په کچه کې د پام وړ کمښت راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې واشنګټن د چین سره د یوې "ډېرې قوي" سوداګرۍ موافقې لپاره پلان لري چې د دې موافقې له مخې به د چین اقتصاد د امریکایي سوداګرو لپاره "خلاص" شي.

هغه وویل: "موږ د چین سره د یوې ډېرې قوي موافقې چوکاټ لرو. خو د دې موافقې تر ټولو هیجانوونکې برخه دا ده چې چین د امریکایي سوداګرۍ لپاره خلاصېږي." ټرمپ دا خبرې د خلیج د سفر پر مهال په ایر فورس ون الوتکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه: "یو له هغو شیانو څخه چې زما په نظر هم زموږ لپاره او هم د چین لپاره ډېر هیجانوونکي دي، دا دي چې موږ هڅه کوو چین زمونږ د سوداګرۍ پر مخ خلاص کړو." خو هغه پدې اړه  ډیرو جزئیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

د آسیا ونډو بازارونه زیاتره لوړ شول، محتاطه خوښي

د چهارشنبې په ورځ د آسیا ونډو بازارونه زیاتره لوړ شول، ځکه چې د امریکا او چین ترمنځ د ۹۰ ورځو لپاره د سوداګرۍ جګړې د ځنډ په اړه د سیمې بازارونو کې محتاطه خوښي خپره شوه.

د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص ۰.۸ سلنه راکم شو او ۳۷,۸۷۴.۵۹ ته ورسېد. د اسټرالیا S&P/ASX 200 شاخص ۰.۱ سلنه ټیټ شو او ۸,۲۶۰.۴۰ ته ورسېد.

د سویلي کوریا کوسپي شاخص ۱.۱ سلنه لوړ شو او ۲,۶۳۵.۸۶ ته ورسېد. د هانګ کانګ هانګ سینګ شاخص ۱.۱ سلنه لوړ شو او ۲۳,۳۶۷.۵۷ ته ورسېد، په داسې حال کې چې د شانګهای مرکزي شاخص ۰.۱ سلنه لوړ شو او ۳,۳۷۷.۷۵ ته ورسېد.

نړیوال سوداګر او پانګه وال د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ د اوربند په اړه محتاطه خوښي څرګندوي، خو د دې په اړه اندېښنې شته چې دا اوربند به څومره دوام وکړي او په راتلونکو میاشتو کې تعرفې به کوم ځای ته ورسېږي.

د فېچ رېټینګز مشر اقتصادپوه براین کولټون وویل: "که دایمي موافقه شتون ونه لري، نو د تعرفو د کچې په اړه بې باوري او د هغو تعرفو اغېز چې مخکې لا پلي شوي دي، زموږ په اقتصادي وړاندوینو کې به مهم عوامل پاتې شي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us