تورکیه
3 دقیقې خواندن
د متحده عربي اماراتو ولسمشر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زايد نن د یو رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو ژورېدو ښکارندويي کوي.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
/ TRT Global
یوه ورځ مخکې

د تورکيې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د لوړې کچې ستراتیژیکې شورا لومړۍ غونډه د دواړو هېوادونو په دوه‌ اړخيزو اړيکو کې يو مهم پړاو ګڼل کېږي، چيرې چې دواړه هېوادونه به د همکارۍ نوې ساحې وڅېړي او پر مهمو سيمه‌ييزو موضوعاتو بحث وکړي.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زايد آل نهيان د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په بلنه د جولای په ۱۶مه تورکيې ته رسمي سفر وکړ.دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې د یو نوي ګام او پړاو ښکارندويي کوي.

دا سفر به د لوړې کچې ستراتيژيک شورا د لومړۍ ناستې له پرانيستې سره هممهاله وي. دا شورا په ۲۰۲۳ کال کې د تورکيې او اماراتو ترمنځ د همکاریو د بنسټیز کولو لپاره جوړه شوې وه، چې په کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاع، سوداګرۍ، ټکنالوجۍ او اقليمي همکاریو په برخو کې همکاري کېږي.

د تورکیې ولسمشر اردوغان به د میلمنه ولسمشر نه د بیشتپې په مجتمع کې هر کلی وکړ چیرته چې تمه کېږي دواړه مشران به د پراخې ستراتيژیکې همکارۍ لپاره يو روښانه نقشه وړاندې کړي.

د تورکيې د عامه اړیکو مشر برهان‌الدين دوران پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې دواړه مشران به “د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک شراکت د ژورولو” ګامونه وڅېړي او پر سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو به نظرونه تبادله کړي.

سیاسي شنونکو د متحده عربي اماراتو د مشر سفر “د دوه اړخيزو اړيکو لپاره يو تاريخي ګام” ګڼي.

د حاجي بايرام ولي پوهنتون د نړيوالو اړيکو استادې نیلخان  ټي آر ټي ورلډ ته وویل "تمه ده چې دا سفر به  د دوه اړخيزو اړيکو له دودیزو چوکاټونو بهر اړیکې پراخه کړي. په ځانګړي ډول، د نوې ټکنالوجۍ لکه مصنوعي ځيرکتيا او اقليمي بدلون په برخو کې همکاري به د خبرو اصلي موضوع وي."

په وروستیو کلونو کې د تورکیې او متحده عربي اماراتو په اړیکو کې ډراماتیک بدلون لیدل شوی، چې اوس په چټکۍ سره يوې ستراتيژيکې ملګرتيا ته وده ورکوي. شنونکي د اړیکو ګرمیدل د سیمه ایز ثبات او اقتصادي نوى‌سازي ته د دواړو هېوادونو ګډو موخو ته نسبت ورکوي، ځکه چې هم انقره او هم ابوظبي هڅه کوي چې د نړيوالو ايتلافونو په بدلېدونکي چاپېريال کې خپل موقعيت بدل کړي.

آجی‌کلن زیاتوي، چې دا خبرې به د سيمې د مهمو لانجمنو ټکو په اړه هم وي.

"بې له شکه، سيمه‌ييزې موضوعګانې – په ځانګړي ډول غزه – به د دواړو مشرانو ترمنځ تفصيلي بحث ولري."

هغې يادونه وکړه: "تيره اونۍ د سوریې ولسمشر احمد الشراع اماراتو ته سفر وکړ… په دې لړ کې، امارات د اسرائيلو او سوريې ترمنځ په روانو خبرو اترو کې د پردې تر شا رول لري."

د هغې په باور، "غزه او سوريه به د اجنډا اصلي برخې وي."

که څه هم د دې سفر د جُزئياتو ډېره برخه لا نه ده افشا شوې، خو چارواکي وايي چې دواړه هېوادونه به ښايي په انرژۍ، ډيجیټلي زېربناوو او بشرپاله مرستو کې د ګډو پانګونو او همکاريو نوې طرحې اعلان کړي.

تمه ده چې دا ناسته به دا هم څرګنده کړي چې دواړه هېوادونه غواړي په سيمه‌ييزو شخړو کې د منځګړيتوب رول ولوبوي او د دودیزو لوېديځو چوکاټونو پر ځای بديل ډيپلوماټيک کانالونه وړاندې کړي.

د النهیان سفر په 2022 کال کې تورکیې ته د یو تاریخي سفر وروسته دی چې د یوې لسیزې کړکیچ وروسته د اړیکو په بیا رغولو کې يې مرسته وکړه. له هغه راهيسې، د سوداګرۍ کچه لوړه شوې او دواړو حکومتونو د اوږدمهالې ستراتيژيکې همکارۍ ژمنتيا څرګنده کړې ده.  

تمه ده چې د انقرې ناسته به د ګډې خبري غونډې او څو تفاهم لیکونو له لاسليک سره پای ته ورسېږي، چې دواړه پلازمېنې يې د يوه "نوي دور" د پيل نښه ګڼي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us