نړۍ
2 دقیقې خواندن
د پاکستان په فیصل آباد کې یوه ستره جرمي شبکه تثبیت او ونیول شوه
د پاکستان د ملي سایبر جرمونو د تحقیقاتو ادارې پولیسو د پنجشنبې په ورځ په یو عملیات کې ۱۴۹ کسان نیولي دي، چې په کې ۷۱ بهرنیان شامل دي، چې ډېری یې چینایان دي. دغه عملیات په یوه جعلي کال سنټر ترسره شوي دي.
د پاکستان په فیصل آباد کې یوه ستره جرمي شبکه تثبیت او ونیول شوه
/ AP
10 جولای 2025

د پاکستان د ملي سایبر جرمونو د تحقیقاتو ادارې پولیسو د پنجشنبې په ورځ په یو عملیات کې ۱۴۹ کسان نیولي دي، چې په کې ۷۱ بهرنیان شامل دي، چې ډېری یې چینایان دي. دغه عملیات په یوه جعلي کال سنټر ترسره شوي دي.

د ایکسپریس ټریبیون  ورځپاڼې د راپور له مخې د فیصل آباد یوې محکمې ۶۹ تورن کسان  د فیزیکي څیړونو او توقیف  په موخه د پنځه ورځو د ملي سایبرجرمونو د تحقیقاتو ادارې ته وسپارل.  همداشان پاتې ۶۲ نور کسان د ۱۴ ورځو عدالتي توقیف لپاره زندان ته واستول شول.

د دغو کسانو پر وړاندې د مالي درغلۍ او جعلکارۍ په اړه اووه قضیې ثبت شوې دي.

د پاکستان د ملي سایبر جرمونو د تحقیقاتو ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې "د عملیاتو پر مهال، یو لوی کال سنټر وموندل شو چې د پانګونې په جعلي سکیمونو او درغلیو کې ښکېل و."

"د دې جعلي شبکې له لارې، عام خلک غولول کېدل او د هغوی څخه په غیر قانوني توګه ډېرې پیسې اخیستل کېدې."

ادارې وویل چې دوی د فیصل آباد ښار په اړه د دې شبکې د فعالیت په اړه یو معلوماتي خبر ترلاسه کړی و. فیصل آباد د هېواد په ختیځ کې یو تولیدي مرکز دی.

ادارې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې عملیات د تاشین اعوان په کور کې ترسره شول، چې د ښار د بریښنا شبکې پخوانی مشر دی، خو هغه نه دی نیول شوی.

ټول نیول شوي کسان په توقیف کې دي، چې په کې ۷۸ پاکستانیان، ۴۸ چینایان، او د نایجیریا، فیلیپین، سریلانکا، بنګله‌دېش، زمبابوې او میانمار اتباع  پکې هم شامل دي.

د پولیسو د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څخه ۱۸ ښځې وې.

په راپور کې ویل شوي چې قربانیانو ته په لومړیو کې د دوی د پانګونې په بدل کې لږه ګټه ورکول کېده، ترڅو هغوی دې ته وهڅول شي چې نورې زیاتې پیسې ورکړي.

"تورنو کسانو د واټس ‌اپ ګروپونه چلول، چېرته چې یې عام خلک په دې غولول چې د ټیک ‌ټاک او یوټیوب چینلونو سبسکرایب کولو په څېر کوچني دندې ترسره کړي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us