تورکیه
3 دقیقې خواندن
اردوغان : تورکیه غواړي د اف ۳۵ الوتکو په پروګرام کې چې په ناحقه ترینه ویستل شوې وه بیا داخله شي
اردوغان خبریالانو ته وویل: "موږ د F-35 الوتکو په اړه خپلې هیلې نه دي پرېښي." دا خبرې یې د ناټو د غونډې څخه د راستنېدو پر مهال په الوتکه کې وکړې. هغه زیاته کړه: "موږ د دې پروژې سره د بیا یوځای کېدو په اړه له خپلو شریکانو سره خبرې کوو.
اردوغان : تورکیه غواړي د اف ۳۵ الوتکو په پروګرام کې چې په ناحقه ترینه ویستل شوې وه بیا داخله شي
/ AA
26 جون 2025

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ وویل چې تورکیه غواړي د F-35 جنګي الوتکو په  پروګرام ته بېرته داخله شي، له کوم چې انقره "په ناحقه" ایستل شوې وه، سره له دې چې د پرمختللې الوتکې په جوړولو کې یې سلګونه میلیونه ډالر مرسته کړې وه.

اردوغان خبریالانو ته وویل: "موږ د F-35 الوتکو په اړه خپلې هیلې نه دي پرېښي." دا خبرې یې د ناټو د غونډې څخه د راستنېدو پر مهال په الوتکه کې وکړې. هغه زیاته کړه: "موږ د دې پروژې سره د بیا یوځای کېدو په اړه له خپلو شریکانو سره خبرې کوو. تورکیه په ناحقه له دې پروګرام څخه ایستل شوې ده."

تورکیه د هغو اتو هېوادونو له ډلې څخه وه چې د امریکا سره یې د دې څو موخیزې الوتکې په جوړولو کې برخه اخیستې وه. اردوغان وویل: "د F-35 پروګرام یو سیاسي بهیر دی لکه څومره چې تخنیکي دی. موږ تل (د تورکیې ایستل) پرېکړې باندې انتقاد کړی چې د اتحادي روحیې سره سمون نه لري."

هغه زیاته کړه: "موږ دا موضوع د ښاغلي ټرمپ سره په خپلو غونډو کې مطرح کړه، او تخنیکي کچې خبرې پیل شوې. هیله لرو چې پرمختګ وکړو."

تورکیه له دې پروګرام څخه وروسته له هغه وویستل شوه چې انقرې د روسیې څخه د S-400 هوايي دفاعي سیستم واخیست. خو اردوغان د روسي هوايي دفاعي سیستم اهمیت کم وګاڼه او ویې ویل چې د S-400 موضوع د ټرمپ سره په خبرو کې مطرح نه شوه. هغه وویل: "دا (S-400) یوه بشپړه شوې معامله ده."

هغه زیاته کړه: "د هوايي دفاع سیستم یوازې په S-400 نه ختمېږي. موږ خپل د اوسپنیز ګنبد په څېر سیستم جوړوو." اردوغان وویل چې انقره د "سیستمونو سیستم" جوړوي، چې په کې د کورنیو توغندیو دفاعي پروژې لکه  سپر، هیسار، سونګور، او ملي جنګي الوتکه قاآن شاملې دي.

د ناټو د غونډې پایلې:

اردوغان د ناټو ژمنه یاده کړه چې په راتلونکو لسو کلونو کې به دفاعي لګښتونه د ناحالصو عوایدو ۵ سلنې ته لوړ کړي، او یادونه یې وکړه چې تورکیه د هغو هېوادونو له ډلې څخه ده چې دې هدف ته نږدې دی.

هغه د متحدینو ترمنځ د محدودیتونو د لرې کولو اهمیت په ځانګړې توګه د دفاعي صنعت د همکارۍ په برخه کې په ګوته کړ. اردوغان همدارنګه تایید کړه چې تورکیه به د ۲۰۲۶ کال د ناټو د مشرانو غونډې کوربه وي.

د اوکراین او روسیې د سولې خبرې:

اردوغان وویل چې تورکیه په اوکراین او روسیې د شخړې په منځګړیتوب کې ثابت پاتې ده، او د استانبول د پروسې د بیا پیلولو ژمنه یې وکړه، او وړاندیز یې وکړ چې د سولې د خبرو درېیم پړاو کوربه توب وکړي. هغه وویل: "که هر څوک د سولې څخه لاس واخلي، موږ به یې وانخلو."

هغه څرګنده کړه چې هم کیف او هم مسکو د تورکیې په منځګړیتوب باور لري. اردوغان همدارنګه څرګنده کړه چې ټرمپ، چې د غونډې په جریان کې یې دوه اړخیزه ناسته درلوده، د داسې یوې غونډې ملاتړ څرګند کړ.

اردوغان وویل ښاغلي ټرمپ پخپله ماته وویل "که پوتین د حل لپاره استانبول یا انقرې ته راشي، زه به هم راشم.".

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us