نړۍ
2 دقیقې خواندن
د رومانیا ښي اړخي کاندید د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لومړی پړاو وګاټه
لکه څنګه چې هېڅ نوماند د ټاکل شوي ۵۰ + ۱ رایو اکثریت ترلاسه نه کړ، نو هېواد به د مې په ۱۸مه دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي.
د رومانیا ښي اړخي کاندید د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لومړی پړاو وګاټه
/ Reuters
5 می 2025

سخت دریځه نوماند جورج سیمیون د یکشنبې په ورځ د رومانیا د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا ترسره کېدو په لومړي پړاو کې په لوی توپیر بریا ترلاسه کړه.

د رومانیا د دایمي ټاکنو ادارې په وینا، د رومانیایانو د اتحادیې (AUR) نوماند، سیمون، د ۹۸ سلنې څخه زیاتو رایو په شمیرلو سره له ۴۰. ۲ سلنې څخه ډیرې رایې ترلاسه کړې.

د هغه وروسته د پلازمینې بخارست منځلاري ښاروال، نیکوسور دان، د ۲۰. ۸ سلنې څخه په زیاتو رایو سره دویم ځای خپل کړ.

د واکمن ټولنیز ډیموکراټ ګوند منځلاري نوماند، کرین انتونسکو، د نږدې ۲۰. ۵ سلنې رایو سره درېیم ځای خپل کړ.

څرنګه چې هېڅ نوماند د ۵۰ سلنه جمع یو رایو اړین اکثریت ترلاسه نه کړ، نو په هېواد کې به د مې په ۱۸مه نېټه د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي.

۳۸ کلن سیمیون د خپلو لانجمنو څرګندونو لپاره پېژندل کېږي، چې هغه سخت ملتپاله او د اروپایي اتحادیې ضد نظریات څرګندوي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۴مه نېټه، رومانیا د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو ترسره کړ، چې د سخت دریځه او روسیې پلوه نوماند کالین ګورګیسکو په بریا پای ته ورسېد.

خو د رومانیا اساسي قانون محکمې د ټاکنو پایلې او د ډسمبر په ۸مه نېټه پلان شوې دویم پړاو ټاکنې لغوه کړې، په دې دلیل چې د ټاکنو پروسه د روسیې په ملاتړ د ګورګیسکو په ګټه لاس وهنه شوې وه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us