نړۍ
3 دقیقې خواندن
په شمالي ایرلینډ کې د مهاجرینو پر خلاف پيل شوې مظاهرې او پاڅون دوام لري.
په شمالي ایرلینډ کې د تیرو ۳ ورځو راهیسې  د بالیمینا او شاوخوا سیمو کې د مهاجرینو پر خلاف مظاهرې او شدت دوام لري.  ویل کیږي بلوه‌ګرو پر پولیسو بریدونه وکړل، موټرونه یې وسوځول او د کډوالو ټولنې یې په نښه کړې.
په شمالي ایرلینډ کې د مهاجرینو پر خلاف پيل شوې مظاهرې او پاڅون دوام لري.
/ AFP
12 جون 2025

په شمالي ایرلینډ کې د مهاجرینو پر خلاف پيل شوې مظاهرې او پاڅون دوام لري.

په شمالي ایرلینډ کې د تیرو ۳ ورځو راهیسې  د بالیمینا او شاوخوا سیمو کې د مهاجرینو پر خلاف مظاهرې او شدت دوام لري.  ویل کیږي بلوه‌ګرو پر پولیسو بریدونه وکړل، موټرونه یې وسوځول او د کډوالو ټولنې یې په نښه کړې.

دا ګډوډي هغه مهال پیل شوه کله چې دوه ځوان هلکان د یوې ادعا شوې جنسي تېري په تړاو ونیول شول. د دې پېښې له امله تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات شو.

مظاهره کوونکو پر پولیسو د پټرولو بمونو، خښتو او اورلوبو له لارې دوامداره بریدونه کوي، چې په پایله کې یې په بالیمینا او شاوخوا سیمو کې له ۳۰ زیات پولیس ټپیان شوي دي. موټرونه ویجاړ شوي، کډوالې کورنۍ له خپلو کورونو شړل شوي او کاروبارونه د نورو بریدونو له وېرې تړل شوي دي.

په همدې حال کې، په لارنې کې ماسک لرونکو ځوانانو د لارنې تفریحي مرکز په نښه کړ. د ودانۍ کړکۍ ماتې کړې  او دننه يي اور ورته کړ. په ټولنیزو رسنیو کې مخکې داسې ناسم راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې له بالیمینا څخه بې‌ځایه شوي کډوال په دې مرکز کې ځای پر ځای شوي وو. ویل شوي چې د برید پر مهال په ودانۍ کې څوک نه وو.

د کډوالو ټولنې، په ځانګړې توګه د فیلیپین او ختیځې اروپا خلک، د ګواښونو، ویجاړیو او بې‌ځایه کېدو راپورونه ورکړي دي. ځینو کورنیو خپل کورونه تړلي یا ملي بیرغونه یې پرې ځوړولي دي  ترڅو بریدګر وډار کړي. یوه فیلیپیني کورنۍ هغه مهال په خپل کور کې بند پاتې شوه کله چې د دوی موټر وسوځول شو.

دا ګډوډي د خلکو د غوسې له امله پیل شوه، کله چې دوه ځوان ۱۴ کلن هلکان د جون په ۷مه د بالیمینا په کلوناون ټیرس سیمه کې د یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور ونیول شول. سره له دې چې پولیسو تایید کړې چې نیول شوي کسان ځایي دي، خو په انټرنیټ کې خپره شوې ناسم معلوماتو د نژادي تاوتریخوالي اور بل کړی دی.

د پولیسو مرستیال مشر رایان هینډرسن په یوه خبري غونډه کې وویل چې چارواکي لا هم د دې تاوتریخوالي د څرنګوالي ارزونه کوي. هغه وویل: “تر دې دمه موږ ته یا د استخباراتو له لارې دا روښانه نه ده چې آیا دې پېښو کې د کومې پارا نظامي ډلې لاس دی او که نه .” هغه  هغو پټو ډلو ته اشاره وکړه چې لا هم په هېواد کې فعالې دي او د کاتولیک ملتپالو او پروتستانت اتحادپالو ترمنځ د تېرې شخړې تل پاتې اغېزې لري.

پولیس اوس د څارنې ویډیوګانې ګوري او د بریتانیا له ځواکونو څخه د اضافي ملاتړ په اړه غور کوي. تاوتریخوالی له بالیمینا څخه نورو ښارونو لکه نیوټاون ابې، کاریکفرګس او کولرین ته هم غځېدلی، چېرته چې د بلوه‌ګرو د کنټرول لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د شمالي آیرلنډ لومړۍ وزیرې میشل اونیل او مرستیالې وزیرې اما لېټل-پینګلي په ګډه دا بریدونه وغندل او دا یې “تنظیم شوې نژادي غندنه” وبلله. د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر هم د ارامۍ او د عدالت له بهیر څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

اعلان شوی چې د شمالي آیرلینډ وزیر هیليري بین پلان لري چې بالیمینا ته سفر وکړي او د وضعیت له نږدې ارزونه وکړي.

د ټولنې ډلې او مدني مشران هڅه کوي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ ملاتړ وکړي او کړکېچ کم کړي، ځکه چې سیمه لا هم په بې‌ثباتۍ کې ده.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us