نړۍ
3 دقیقې خواندن
د کابل هوايي ډګر د بمي چاودنې د اصلي طراح له نیول کېدو وروسته پاکستان د امریکا له همکارۍ ستاينه وکړه
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ټرمپ د وينا څو ساعته وروسته په يوه بيان کې وويل"موږ به د سيمه‌ييزې سولې او ثبات د خوندي ساتلو لپاره له امریکا سره خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکړو,"
د کابل هوايي ډګر د بمي چاودنې د اصلي طراح له نیول کېدو وروسته پاکستان د امریکا له همکارۍ ستاينه وکړه
9 hours ago

پاکستان وروسته له هغه چې د محمد شريف الله به نامه هغه کس چې امریکا يې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې پر امريکايي ځواکونو د بريد مسئول ګڼي په نيولو بريالی شو له واشنګټن سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ د بيا پيلولو اعلان وکړ. نوموړی د افغانستان پولې ته څېرمه په يوه نظامي عملياتو کې ونيول شو. د پاکستان لومړي وزر دغه بيان څو ساعته وروسته له هغې خپور شو، کله چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګرس غونډې ته د وينا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه. ټرمپ وویل چې شريف الله يې نيولی دی، او زياته يې کړه چې نوموړی اوس عدالت ته د تسلیمولو په موخه امريکا ته رراوړل کیږي.

د FBI مشر، کاش پټېل، وروسته پر ايکس يو پوسټ وکړ او ويې ويل چې شريف الله د امريکا په ولکه کې دی، ترڅنګ يې د هغو اجنټانو عکس هم خپور کړ، چې د هغه د راتګ لپاره ټاکل شوي الوتکې مخې ته ولاړ وو. "موږ به د سيمه‌ييزې سولې او ثبات د خوندي ساتلو لپاره له امریکا سره خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکړو," دا خبره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ټرمپ د وينا څو ساعته وروسته په يوه بيان کې وکړه.

پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه عمليات پيل کړي وو، ترڅو شريف الله ونيسي. شهباز شريف نوموړی يو افغان وګړی او د داعش خراسان ډلې (داعش-K) يو لوړپوړی قومندان وباله. د پاکستان لومړي وزیر وویل چې "موږ د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه مننه کوو، چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې يې د پاکستان رول او ملاتړ ستاینه کوي," د افغانستان لنډمهاله حکومت بیا د ټرمپ لخوا د پاکستان د ستاینې په غبرګون کې وویل ، د پاکستان په خاوره کې ددې شکمن کس نیول پخپله ددې ښکارندويي کوي چې د داعش هډې پخپله د پاکستان په خاوره کې دي.

‘غوره همکاري’

د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ تل بدلېدونکې اړيکې د افغانستان د طالبانو واکمنانو ته د پاکستان د ادعا شوې ملاتړ له امله خرابې شوې وې. که څه هم پاکستان دغه ملاتړ رد کړی، خو له واشنګټن سره يې اړيکې خرابې شوې، پداسې حال کې چې د پاکستان سيال هند په سيمه کې زيات نفوذ ترلاسه کړی.

يو پاکستانی امنيتي چارواکی، د نوم نه‌ښودلو په شرط ، وويل چې د شريف الله نيول د پراخو ګډو ترهګرۍ ضد هڅو يوه برخه ده. “د پاکستان او د ولسمشر ټرمپ د نوې ادارې ترمنځ ډېره ښه همکاري رامنځته شوې ده,”

د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر بريد کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول، دا برید پداسې حال کې چې امريکايانو او افغانانو د وتلو هڅه کوله، او د تیښتې په هڅه کې وو ترسره شو. د دغه بريد مسئوليت داعش-خراسان، چې د داعش ډلې افغان څانګه ده، منلی و.

د امريکا د عدليې وزارت پر شريف الله تور لګولی چې “داعش ډلې ته يې مادي ملاتړ او سرچينې برابرې کړې او د دې برید طرحه يي جوړه کړې وه .”

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us