د هند نوې تعلیمي تګلاره د ژبې او حکومتدارۍ په اړه اوږدمهاله بحث بیا تازه کړی، په ځانګړې توګه د تامل ناډو سویلي ایالت لخوا د هندي ژبې د تپلو پر وړاندې سخت مخالفت څرګند شوی دی.
دا لانجه د څو ژبو، فدرالي نظام او ملي هویت په اړه پراخې پوښتنې راپورته کوي. دا بحث هغه وخت پیل شو کله چې د مرکزي ثانوي زده کړو بورډ (CBSE) د تېرې میاشتې په اوږدو کې یو مسوده خپره کړه چې وړاندیز یې وکړ چې د ۲۰۲۵-۲۶ کال څخه د لسم ټولګي د بورډ ازموینې په کال کې دوه ځله ترسره شي. دې وړاندیز د ژبې مضمونونو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کړې. د مرکزي ثانوي زده کړو بورډ د مسودې له مخې، د ۲۰۲۴-۲۵ کال د نصاب په پرتله د لسم ټولګي د بورډ ازموینې د ژبې مضمونونو کې بدلون راغلی و، چې په رسمي ویب پاڼه کې یې ذکر شوی.
په دې مسوده کې، انګلیسي او هندي د ژبې د لومړي او دویم مضمون په توګه وړاندیز شوي، په داسې حال کې چې نورې سیمه ییزې او بهرني ژبې په سیمه ییزو او بهرنیو ژبو کې شاملې شوې دي.
تاریخي شرایط: د هند ژبنيز توپير
هند د ۱۳۰۰ څخه زیاتو ژبو کور دی، چې د اساسي قانون له مخې ۲۲ ژبې په رسمي توګه پېژندل شوې دي. که څه هم هندي تر ټولو ډېره وییل کېدونکې ژبه ده، خو یوازې ۴۴ سلنه هندیان یې خپله مورنۍ ژبه ګڼي. تامل ناډو، چې د هند سویلي ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د هندي ژبې د ملي کچې د ترویج پر وړاندې مقاومت کړی، ځکه دوی دا د خپلې دراویدي ژبنۍ میراث لپاره ګواښ ګڼي.
دا مخالفت د ۱۹۶۰ لسیزې پورې اړه لري، کله چې په تامل ناډو کې پراخو مظاهرو د هند حکومت اړ کړ چې داسې تګلاره ومني چې انګلیسي به د هندي ترڅنګ د رسمي ژبې په توګه پاتې کېږي. دا جوړجاړی په لویه کچه د لسیزو راهیسې دوام لري، خو د حکومت نوې هڅې بیا دا کړکېچ تازه کړی.
اوسنی کړکېچ: د ۲۰۲۰ ملي تعلیمي تګلاره او ژبه
دا بحث د ۲۰۲۰ ملي تعلیمي تګلارې او د حکومت د وروستي امر سره بیا راپورته شو، چې د تعلیمي پروژو لپاره د مرکزي تمویل لپاره د هندي ژبې موسسو ته لومړیتوب ورکوي. د تامل ناډو اعلی وزیر ایم. کی. ستالین د دې ګام مخالفت کړی، او ویلي یې دي چې دا د غیر هندي ویونکو ایالتونو حقونه کمزوري کوي.
مرکزي حکومت، چې د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په مشرۍ دی، استدلال کوي چې د هندي ژبې ترویج ملي یووالي ته وده ورکوي او د کار موندنې فرصتونه ښه کوي. خو منتقدین وايي چې دا غیر هندي ویونکو ته په ځانګړې توګه په فدرالي حکومتي دندو او لوړو زده کړو کې زیان رسوي.
تامل ناډو فدرالي حکومت تورن کړی چې د ۲۴۷ میلیونه ډالرو تعلیمي بوديجې یې د دې لپاره بندي کړي چې دوی د تعلیمي ملي تګلاره نه ده پلې کړې. وزیر اعلی ستالین د هند له وزیر اعظم نریندرا مودي څخه غوښتنه وکړه چې دا بوديجې خوشې کړي، او ټینګار یې وکړ: "تامل ناډو به د فشار له لارې تسلیم نه شي."
د دې اونۍ په پیل کې، دا لانجه په پارلمان کې هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې د اتحادیې د زده کړو وزیر دهرمیندرا پردان د ستالین ګوند ډراویدا مونیترا کزګم (DMK) تورن کړ چې " فساد رامینځته کوي" غیر دیموکراتیک او غیر متمدن دي، چې د تامل ناډو واکمن ګوند لخوا یې مظاهرې راوپارولې.
د فدرالیزم او هویت مسله
د دې موضوع په زړه کې فدرالیزم دی—د مرکزي واک او ایالتي خپلواکۍ ترمنځ توازن. د تامل ناډو مخالفت د ژبني او کلتوري واکمنۍ د وېرې پر بنسټ دی، چې د نورو څو ژبنیو دیموکراسۍ لکه کاناډا (فرانسوي د انګلیسي په وړاندې) او بلجیم (ډچ د فرانسوي په وړاندې) اندېښنې منعکس کوي.
د تامل ناډو د هندي ژبې پر وړاندې مقاومت د ۱۹۳۷ کال ته رسېږي، کله چې د ټولنیز اصلاح غوښتونکي پیریار په مشرۍ مظاهرو د هغه وخت د مدراس ریاست حکومت اړ کړ چې په ښوونځیو کې د هندي ژبې جبري تدریس پرېږدي. د ۱۹۶۵ کال د هندي ضد غورځنګ لا زیات شو، د کانګرس واک یې پای ته ورساوه او د تامل ناډو دوه ژبيزه تګلاره یې ټینګه کړه—تامل او انګلیسي—چې د هند په نورو برخو کې د درې ژبو تګلارې برعکس ده.
دا بحث د ملي تعلیمي تګلارې سره بیا راپورته شو، چې درې ژبې وړاندیز کوي، چې دوه یې "د هند اصلي ژبې" وي. وزیر اعلی ستالین استدلال کوي چې دا به د هندي ژبې تحمیل ته لار هواره کړي، چې د تامل ناډو مخالفت لا زیاتوي.
د زده کړو کارپوه ډاکټر وی نیرنجنارادیا یادونه کوي په داسې حال کې چې د سویلي هند ایالتونو درې ژبو تګلاره تعقیب کړه—چې هندي هم پکې شامله وه—شمالي هند د سویلي هند ژبې زده کولو خپله ژمنه ډېره عملي نه کړه، چې دا تګلاره یې "ناکامه" کړه. هغه خبرداری ورکوي: "نړۍ د څو ژبو پر لور روانه ده، خو دلته موږ لا هم یوه ژبه تحمیلو."
تامل ناډو وېرېږي چې دا تګلاره به د هندي ژبې ویونکو ایالتونو ته ګټه ورسوي، او نابرابرۍ به ډيره کړي. دا لانجه یوازې د زده کړو اندېښنې نه منعکس کوي، بلکې د مرکزي واک پر وړاندې د سیمه ییزې خپلواکۍ پراخې اندېښنې هم څرګندوي.
نړیواله پرتله: ژبه او تعلیمي تګلارې
د هند ژبني ننګونې د نورو څو ژبنیو هېوادونو بحثونه منعکس کوي. په کاناډا کې، کیوبیک په کلکه د فرانسوي ژبې دفاع کړې ده. په سویس کې، څلور رسمي ژبې د فدرالي تګلارو له لارې په احتیاط سره همغږي شوي، چې یوه ژبه پر نورو برلاسی نه کړي.
د هند ننګونه د دې د پراخوالي له امله ځانګړی ده، خو بنسټیز اصل هماغه دی: څنګه یو څو ژبنی هېواد کولی شي د زده کړو او حکومتدارۍ مساوات یقیني کړي، پرته له دې چې کومه ډله څنډې ته کړي؟
د یونسکو یو راپور د څو ژبنیو زده کړو اهمیت ته اشاره کوي، او وایي چې "ماشومان په خپله مورنۍ ژبه کې تر ټولو ښه زده کړه کوي." هغه تګلارې چې یوې ژبې ته پر نورو برتري ورکوي، ښایي د زده کړې پایلې زیانمنې کړي او د میلیونونو زده کوونکو فرصتونه محدود کړي.
څه به کېږي؟
په هند کې د ژبې د مقاومت مشري د تامل ناډو په غاړه ده، او دا بحث لا پای ته نه دی رسېدلی. مرکزي حکومت ښایي اړتیا ولري چې خپله تګلاره بیا وڅېړي ترڅو د ژبنیو سیمو ترمنځ د زده کړو مساوات یقیني کړي. لویه پوښتنه دا پاتې ده: ایا هند کولی شي ملي یووالی د خپلې ژبنۍ توپير سره متوازن کړي؟
تر اوسه پورې، دا کړکېچ د ټولو څو ژبو ټولنو لپاره یو بنسټیزه موضوع څرګندوي—څنګه ژبنیز توپير ومنو، پرته له دې چې ملي هویت کمزوری کړو.