د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیڅ داسې شواهد ونه موندل چې رومیسا اوزترک، یوه تورکي تبعه چې د میسا چوسټس په ټفټس پوهنتون کې زده کړې کوي، د یهود ضد فعالیتونو کې ښکیله یا یې د ترهګریز سازمان ملاتړ کړی وي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې یوه یادښت کې څرګنده کړې چې د ټرمپ ادارې هغه ادعاوې چې اوزتورک د فلسطیني مقاومت ډلې حماس ملاتړ کړی یا په یهود ضد فعالیتونو کې ښکېله وه، د ویزې د لغوه کولو لپاره کافي نه وې.
د نامعلومو سرچینو په وینا چې له پوسټ سره یې خبرې کړې، ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې لپاره کافي شواهد نه لرل چې د هېواد د بهرني سیاست د ګټو د دفاع په موخه د اوزتورک ویزه لغوه کړي.
اوزتورک، چې د فولبرایټ سکالر او د ټفټس پوهنتون د ماشوم او انساني پرمختګ د څانګې پیاېچډي محصله ده، د امریکا د کډوالو او ګمرکونو د تطبیق ادارې (ICE) له خوا د هغې د اپارتمان مخې ته په ښکاره توګه ونیول شوه.
د هغې نیول کېدل وروسته له هغې وشول چې د اسرائیلو ملاتړ کوونکې ویبپاڼې، کینري مشن، هغې ته د ټفټس ورځپاڼې لپاره د یوه ګډ لیکلي مضمون له امله هدف وګرځوله. په دې مضمون کې د پوهنتون د غزې په اړه د اسرائیلو د بریدونو په وړاندې غبرګون نیوکه شوې وه.
د کورني امنیت وزارت (DHS) یوه یادداشت، چې د لوړپوړي چارواکي اندری واټسن له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوې وه، ویلي چې "اوزتورک د اسرائیلو ضد فعالیتونو کې ښکېله وه" د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې بریدونو وروسته.
په ځانګړې توګه، یادښت ویلي چې هغې "یو ګډ مضمون لیکلی و" چې په هغه کې یې له ټفټس غوښتنه کړې وه چې "خپلې پانګې ښکاره کړي او له هغو شرکتونو سره خپلې اړیکې پرې کړي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له اسرائیلو سره تړاو لري."
نا هيلي هڅې
د واشنګټن پوسټ له خوا د یوه بل یادښت له مخې، DHS وړاندیز کړی و چې د اوزتورک ویزه د مهاجرت او تابعیت قانون د یوې مادې له مخې لغوه شي، چې د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکوي که د چا شتون د امریکا د سیاست لپاره زیانمن وي، اقدام وکړي.
په یادښت کې راغلي چې د امریکا د حکومت هېڅ ډیټابیس د اوزتورک په اړه د ترهګرۍ اړوند معلومات نه لري. همدارنګه، په یوه بل داخلي سند کې ویل شوي چې د ویزې لغوه کول به "خاموش" وي، یعنې هغې ته به مخکې له مخکې خبر نه ورکول کېږي.
کله چې د مارچ په میاشت کې د ورځني خبري کنفرانس پر مهال د دې موضوع په اړه پوښتنه وشوه، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټامي بروس، وویل چې هغې ته اجازه نشته چې د محکمې په جریان کې موضوع باندې خبرې وکړي.
بروس زیاته کړه: "DHS په ښکاره ډول باور درلود چې هغې داسې جرمونه کړي چې د هغې نیول اړین و." خو هغې نور وضاحت ورنه کړ او شواهد یې وړاندې نه کړل.
د اوزتورک قضیه د هغو قضیو له ډلې څخه ده چې د اسرائیلو د کړنو په وړاندې د فلسطین د ملاتړ کوونکو زدهکوونکو پر وړاندې د فشارونو یوه برخه ګڼل کېږي.
سخت اقدامات
د مارچ په ۸مه، چارواکو محمود خلیل ونیوه، چې د کولمبیا په پوهنتون کې یې د فلسطین د ملاتړ مظاهرې مشري کړې وه. ټرمپ د هغه نیول وستایل او ویې ویل چې دا به د نورو پېښو پیل وي.
ټرمپ، پرته له شواهدو، خلیل د حماس د ملاتړ په تور تورن کړ، خو خلیل دا تورونه رد کړل. د امریکا یوې محکمې د اپریل په ۱۲مه پرېکړه وکړه چې هغه دې وشړل شي.
د خلیل له نیول کېدو څو ورځې وروسته، د ټرمپ ادعا وروسته له هغې بیا تکرار شوه چې د فلسطین د ملاتړ بل زدهکوونکی، بدر خان سوری، چې د جورج ټاون پوهنتون هندي څېړونکی و، ونیول شو. د هغه وکیل وویل چې هغه د خپلې مېرمنې د فلسطیني هویت له امله نیول شوی.
د بدر خان سوری له نیول کېدو وروسته، چارواکو د فلسطین د ملاتړ بل زدهکوونکی، مومودو تال، ته وویل چې ځان تسلیم کړي.
د مارچ په ۲۵مه، د کولمبیا پوهنتون یوې زدهکوونکې، یونسیو چونګ، وویل چې هغې د ټرمپ ادارې پر وړاندې د خپلې شړنې د مخنیوي لپاره دعوه کړې، چې د تېر پسرلي په مظاهرو کې د ګډون له امله پرې شوې وه.
نور زدهکوونکي، لکه لقاء کورډیا، رنجني سرینیواسن، او علی رضا درودی یا نیول شوي یا یې په خپله خوښه امریکا پرېښې ده.