د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دوی به " صهیونستانو " ته اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې کوم "عملیات" ترسره کړي.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ په ايکس لیکلي ، مونږ به "د سلطان الپ ارسلان او صلاح الدین ایوبي د لمسیانو په توګه یو لاس او یو زړه شو او د الله ج په مرسته به صهیونستانو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ په سیمه کې نوي عملیات ترسره کړي."
"په داسې حال کې چې زموږ سیمه او نړۍ د تاریخي بیا جوړښت له بهیر څخه تیریږي، موږ د تورکیې په توګه اړتیا لرو چې ډېر په احتیاط سره ګامونه واخلو."
اردوغان خبرداری ورکړ چې "د نسل وژنې شبکه" غواړي دا سیمه ټوټه ټوټه کړي، او له همدې امله باید خپلې پالیسۍ (په همدې اساس) وټاکو.
اردوغان زیاته کړه: "که موږ اجازه ورکړو هغه لوبه چې یوه پیړۍ مخکې ترسره شوې ، بیا تکرار شي، نه به مو نیکونه وبخښي او نه به راتلونکي نسلونه."
اردوغان دا هم وویل چې د انقرې هدف دایمي اعتماد رامنځته کول دي.
هغه وویل "زموږ هدف دا دی چې د تورکیې پېړۍ د سولې، ورورولۍ او پیوستون پېړۍ کړو."