د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاناډا د فلسطین د په رسمیت پیژندولو د پلان له امله وګواښله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په سهار کاناډا ته خبرداری ورکړ چې د سوداګرۍ تړون به "ډېر سخت" وي . ټرمپ وروسته له هغې چې اوټاوا د فلسطین د دولت د په رسمیت پیژندولو نه ملاتړ اعلان کړ کاناډا وګواښله.
ټرمپ په خپل شخصي ټولنیز رسنۍ ټروت سوشیل کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "واو! کاناډا یوازې اعلان وکړ چې دوی د فلسطین د دولت ملاتړ کوي. دا به زموږ لپاره د سوداګرۍ تړون جوړول ډېر سخت کړي. اوه کاناډا!!!"
د ټرمپ څرګندونې وروسته له هغې شوې کله چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد به د غزې په "نه زغملو" بشري وضعیت په اړه په سپتمبر کې فلسطین د یو دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
کارني په اوټاوا کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: "کاناډا اراده لري چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ۸۰مه عمومي اسمبلۍ چې په سپتمبر میاشت جوړیږي د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني." کارني دا څرګندونې د کابینې مجازي غونډې څخه وورسته وکړې.