کارول ناوراکی د پولنډ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
محافظه کار کارول ناوراکي د پولنډ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستر بری ترلاسه کړ. د ویلو ده چې د رای شمیرنې د بهیر د پایته رسیدو نه وروسته دا معلومه شوه چې ناوراکي ټاکنې ګټلي او د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
ناوراکي په دې سختو ټاکنو کې ۵۰.۸۹ سلنه رایې وګټلې، په داسې حال کې چې د لیبرال وارسا ښاروال رافال ټرزاسکوسکي ۴۹.۱۱ سلنه رایې ترلاسه کړې.
۴۲ کلن تاریخپوه ناوراکي، چې د بوکس یو شوقي لوبغاړی هم دی او د ملي یادونې د انسټیټیوټ مشري یې کړې، د دې ژمنې پر بنسټ کمپاین وکړ چې اقتصادي او ټولنیزې تګلارې به د پولنډیانو په ګټه وي، نه د نورو ملتونو په شمول د ګاونډي اوکراین څخه د کډوالو په ګټه.
که څه هم د پولنډ پارلمان زیات واک لري، خو ولسمشر کولی شي قوانین ویټو کړي. دا ټاکنې په اوکراین، روسیه، امریکا او د اروپایي اتحادیې په کچه په نږدې توګه څارل کېدې.
‘لومړی پولنډ ، لومړی پولېنډیان
هغه ژمنه وکړه چې د ګاونډي اوکراین لپاره د پولنډ ملاتړ به د روسیې د جګړې په وړاندې دوام وکړي، خو هغه اوکرایني کډوالو سره ترسره شوې مرستې غندلي دي.
د هغه دا دریځ ښایي د اوکراین سره قوي اړیکې کمزورې کړي، ځکه چې هغه کیف د اروپایي اتحادیې او ناټو د غړیتوب پلانونو باندې هم انتقاد لري او غواړي د اوکرایني کډوالو لپاره مرستې کمې کړي.
د ناوراکي ډېری پلویان غواړي چې د مهاجرت په اړه سخت محدودیتونه ولګول شي او د محافظه کاره ټولنیزو ارزښتونو ملاتړ وکړي او د اروپایي اتحادیې دننه د هېواد لپاره زیات خپلواکۍ وغواړي.
ناوراکي د " لومړی پولنډ ، لومړی پولېنډیان " شعار لاندې کمپاین وکړ.
ناوراکي د خپل کمپاین پر مهال سپینې ماڼۍ ته سفر وکړ او ویلي یې دي چې ټرمپ ورته ویلي: "تاسو به وګټئ."
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نویم هم د پولنډ په یوه محافظه کاره کنفرانس کې د ګډون پر مهال د ناوراکي ملاتړ وکړ او ویې ویل: "هغه باید راتلونکی ولسمشر شي."