منځنی ختیځ
2 دقیقې خواندن
ایران د اسرائیل سره د اوربند نه وروسته خپل ډیری هوايي ډګرونه او هوايي حریم د الوتنو پر مخ پرانیستل .
د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، ایران تیره میاشت د اسرائیلو سره د شخړې نه ورسته په بشپړه توګه خپل تړلي هوايي ډګرونه او هوايي حریم د اسرائیل سره د اوربند نه وروسته بیرته پرانیستل .
ایران د اسرائیل سره د اوربند نه وروسته خپل ډیری هوايي ډګرونه او هوايي حریم د الوتنو پر مخ پرانیستل .
/ Getty
13 ساعته مخکې

ایران د اسرائیل سره د اوربند نه وروسته خپل ډیری هوايي ډګرونه او هوايي حریم د الوتنو پر مخ پرانیستل .

د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، ایران تیره میاشت د اسرائیلو سره د شخړې نه ورسته په بشپړه توګه خپل تړلي هوايي ډګرونه او هوايي حریم د اسرائیل سره د اوربند نه وروسته بیرته پرانیستل .

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د تهران مهرآباد او امام خمیني نړیوال هوایي ډګرونه، د شمال، ختیځ، لویدیځ او جنوب نورو هوایي ډګرونو سره یو ځای، اوس فعال دي او د الوتنو لپاره چمتو دي.

چارواکو ویلي چې الوتنې به د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې ترسره شي، خو د اصفهان او تبریز په هوایي ډګرونو کې، چې لا هم د زیربناوو د پرمختګ چارې روانې دي، استثنا شتون لري.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ویلي چې د هېواد هوایي حریم اوس د نړیوالو ترانزیتي الوتنو لپاره د همدې ورځې په رڼا کې خلاص دی.

ایران د جون په ۱۳مه نېټه د اسرائیل هوایي بریدونو نه وروسته د ځوابي بریدونو په خاطر خپل هوایي حریم په بشپړ ډول وتاړه، د دواړو خواوو ترمنځ اوربند د جون په ۲۴مه نافذ شو.

ایران مخکې له دې د خپل ختیځو سیمو هوایي حریم بیا پرانیستی و او د نړیوالو ترانزیتي الوتنو لپاره یې لاسرسی پراخ کړی و، چې د اوربند وروسته یې ترسره کړل.

د الوتنو ګډوډۍ او زیاتېدونکي لګښتونه

په لومړي ځل د کلونو وروسته  نړیوال هوایي نقشې په ناڅاپي او ګران بیه ډول بدلون وموند. هوایي شرکتونه اړ شول چې خپلې الوتنې له نوو لارو څخه ترسره کړي، چې دا کار د سفر وخت اوږدولو او د عملیاتو لګښتونو لوړولو لامل شو .

لوی نړیوال هوایي شرکتونو خپلې لارې د منځني ختیځ د پراخو هوایي حریمونو څخه لرې واړولې، ترڅو د پوځي کړکېچونو او په سیمه کې د توغندیو د تبادلې له خطرونو څخه ځان وساتي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us