د یمن حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې د روانې نسل وژنې او ظلم په غبرګون کې دوی پرېکړه کړې ده چې خپلې پوځي عملیات پراخ کړي او د اسرائیلو پر وړاندې د "سمندري بندیز" څلورمه مرحله پیل کړي.
د دې ډلې وسله والو ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا مرحله "هغه ټولې کښتۍ په نښه کوي چې د اسرائیلي بندرونو سره تړاو لري، پرته له دې چې د شرکت مليت ته وکتل شي."
حوثیانو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو اړوند ټولې کښتۍ به " پرته له دې چې د دوی منزل څه وي، په هر هغه ځای کې چې زموږ توغندي یا ډرونونه ور رسېدلی شي په نښه شي."
دې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې که دوی غواړي د دې کړکېچ مخه ونیسي، نو پر دښمن دې فشار راوړي چې خپل بریدونه ودروي او د غزې محاصره دې ختمه کړي. "حوثیانو ویلي دي چې په دې نړۍ کې هېڅ آزاد انسان په غزه کې روان وضعیت زغملی نشي."
حوثیانو د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونه زیات کړي دي، له هغه وروسته چې د اسرائیلو ځواکونو په مارچ کې د غزې پر وړاندې بریدونه بیا پیل کړل.
د ۲۰۲۳ کال د نوامبر راهیسې، دې ډلې د غزې د فلسطینیانو ملاتړ لپاره په سره سمندر، د عدن په خلیج او عربي سمندر کې تجارتي کښتۍ هم په نښه کړې دي. د ویلو ده چې دوې دا بریدونه په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر غبرګون کې کوي . اسرائیلو په غزه کې په بریدونو کې تر ۵۹,۸۰۰ زیات فلسطینیان وژلي چې ډیری ښځې او ماشومان دي.