چین پداسې حال چې په نړۍواله کچه ترینګلتیا مخ په ډیریدو ده د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو کوربه توب کوي.
چین د پنجشنبې په ورځ یې په خپل ختیځ ساحلي ښار چینګداو کې د ایران او روسیې د دفاع د وزیرانو په ګډون د شانګهای هیوادونو د دفاع د وزیرانو د غونډې کوربه توب وکړ.دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په منځني ختیځ کې جګړه روانه ده او په اروپا کې د ناټو هېوادونو په سرمشریزه کې ددې سازمان د پوځي لګښتونو د زیاتولو پرېکړه وکړه.
بیجینګ له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د ۱۰ غړو لرونکي شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د لویدیځ په مشرۍ د ځواکمنو بلاکونو په وړاندې یو متوازن ځواک په توګه وړاندې کړي. چین هڅه کوي چې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په سیاست، امنیت، سوداګرۍ او ساینس کې همکاري پیاوړې کړي.
دا غونډه د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د مشرانو د سرمشریزې نه یوه ورځ وروسته ترسره شوه، چې په هاګ کې جوړه شوې وه. په دې سرمشریزه کې غړو هېوادونو د خپلو دفاعي لګښتونو د زیاتولو پرېکړه وکړه ترڅو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنې پوره کړي.
د چین د دفاع وزیر دونګ جون د پنجشنبې د ورځې غونډه، چې په چینګداو کې ترسره شوه او د چین د سمندري ځواک یوه لویه هډه هم پکې شتون لري، د نړۍ د "بې ثباتۍ او ګډوډۍ" په وړاندې یو متوازن ګام وباله.
دونګ وویل: "لکه څنګه چې د پېړۍ لوی بدلونونه چټک شوي، یو اړخیزتوب او محافظه پالنه په زیاتېدو دي." هغه د روسیې، ایران، پاکستان، بیلاروس او نورو هېوادونو د دفاعي مشرانو هرکلی وکړ او د دولتي خبري اژانس شینهوا په وینا وویل: "هژمونیک، واکمن او زورواکي کړنې نړیوال نظم سخت زیانمنوي."
هغه خپلو سیالانو ته وویل چې "د سولې د پرمختګ چاپېریال د ګډې ساتنې لپاره باید لا قوي ګامونه پورته کړي."
د سرمشریزې په څنډه کې د دونګ سره د لیدنې پر مهال، د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د دواړو هېوادونو اړیکې د "بې ساري لوړ کچې" په توګه وستایلې.
هغه وویل: "زموږ د هېوادونو دوستانه اړیکې په ټولو برخو کې د پرمختګ مثبت بهیر ساتي."
چین ځان د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یو بې طرفه اړخ په توګه وړاندې کړی، که څه هم لویدیځ حکومتونه وايي چې د مسکو سره نږدې اړیکو ورته مهم اقتصادي او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر کړی دی.