سیاست
2 دقیقې خواندن
د امریکا ولسمشر ټرمپ د نیویارک ډیموکراټ نوماند ښاروال ممداني د فدرالي بودیجې په پرې کولو وګواښه .
ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې، چې پکې یې د ممداني په نښه کولو سره وویل، هغه د جون په ۲۴مه د نیویارک ښار دیموکراتانو نوماندۍ ترلاسه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د نیویارک ډیموکراټ نوماند ښاروال ممداني د فدرالي بودیجې په پرې کولو وګواښه .
/ Reuters
30 جون 2025

د امریکا ولسمشر ټرمپ د نیویارک ډیموکراټ نوماند ښاروال ممداني د فدرالي بودیجې په پرې کولو وګواښه .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د نیویارک ښار دیموکرات نوماند ښاروال زهران ممداني د ښاروال په توګه سم  کار ونه کړي، نو په نیویارک به د فدرالي بودیجې مرسته ودرول شي.

ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې، چې پکې یې د ممداني په نښه کولو سره وویل، هغه د جون په ۲۴مه د نیویارک ښار دیموکراتانو نوماندۍ ترلاسه کړې ده.

ټرمپ وویل: "که هغه بریالی شي، زه به ولسمشر یم، او هغه به باید سم کار وکړي، که نه نو دوی ته به هیڅ پیسې ورنه کړل شي. هغه باید سم کار وکړي."

ټرمپ خپل ګواښ د نیویارک راتلونکي ښاروالانو ته هم وغځاوه او ویې ویل: "هر څوک چې د نیویارک ښاروال وي، باید ځان سم وښيي، که نوي نو فدرالي حکومت به پرې مالي فشار ډېر کړي."

ټرمپ مخکې هم د مختلفو ایالتونو او پوهنتونونو سره د فدرالي بودیجې د پرې کولو ګواښ کړی و او ویلي وو که هغوی د هغه د پالیسیو سره سم عمل ونه کړي مرستې ترلاسه نکړي.

هغه ممداني ته "کمونیسټ" خطاب وکړ او د هغه د بریا په اړه یې حیرانتیا څرګنده کړه.

ټرمپ وویل: "هغه یو کمونیسټ دی. زه فکر کوم دا د نیویارک لپاره ډېر بد دی."

هغه زیاته کړه: "دا حیرانوونکې ده. ما به ویل چې په دې هېواد کې به هیڅکله سوسیالیسټ ونه لرو، خو اوس داسې ښکاري چې موږ به کمونیسټ ولرو."

ممداني د سه شنبې په ورځ د نیویارک پخوانی والي اندریو کومو ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او ځان یې د نیویارک ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وړاندې کړ.

د دیموکرات ګوند نوماند د فلسطین ملاتړ کړی او د اسرائیلو کلک منتقد پاتې شوی دی. هغه د بوډوین کالج  کې د فلسطین لپاره عدالت د محصلینو څانګه هم جوړه کړې وه او په ۲۰۲۳ کال کې یې د سپینې ماڼۍ مخې ته د غزې د اوربند غوښتنې لپاره د  نه خوړولو اعتصاب کې ګډون کړی و.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us