نړۍ
3 دقیقې خواندن
کریملین: د اوکراین سره خبرې پرمختګ لري خو ژر پای ته نه رسیږي.
ویاند پیسکوف د استانبول وروستۍ غونډه د اوکراین په خبرو اترو کې د پرمختګ په توګه بیان کړه، په داسې حال کې چې د چټک ډیپلوماتیک پرمختګ لپاره چانسونه یې رد کړل.
کریملین: د اوکراین سره خبرې پرمختګ لري خو ژر پای ته نه رسیږي.
/ Reuters
3 جون 2025

د کریملین ویاند، دیمتري پیسکوف، د سه ‌شنبې په ورځ وویل چې د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین تر منځ په استانبول کې شوي خبرې "مهمې" دي، خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید له ژر پرمختګ هیله ونه شي.

پیسکوف چې په مسکو کې یې د خبري غونډې پر مهال خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د موضوع د پېچلتیا له امله "سمدستي د حل لارې او چټک پرمختګونو" باید تمه و نه شي. خو د هغه په وینا، خبرې روانې دي.

هغه وویل : یقیناً، دا به ناسمه وي چې سمدستي د حل لارې او پرمختګونه تمه وکړو. خو کار روان دی، او په استانبول کې یو شمېر موافقې شوې دي. دا موافقې مهمې دي، ځکه چې بالاخره د خلکو ژوند پورې تړاو لري. دا موافقې به عملي شي، او خبرې به دوام وکړي."

پیسکوف زیاته کړه چې روسیې اوکراین ته یو یادداشت سپارلی، چې د مسکو د حللارو لیدلوری پکې بیان شوی، چې ګڼ موارد او بدیلونه پکې شامل دي.


هغه وویل :زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې موږ څو ځله ویلي، د دې شخړې حل یوه ډېره پېچلی موضوع ده، چې ګڼو جزئیاتو ته اړتیا لري. هر څه دې ته متوجه شوي چې د شخړې اصلي عوامل له منځه یوسي او د یوه پایدار حل لور ته لاړ شي."

د لوړپوړو اړیکو لپاره چمتووالی

کله چې له پیسکوف څخه د روسیې، امریکا او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ د درې ‌اړخیزې ناستې په اړه وپوښتل شول، ویې ویل چې دا ناسته ښايي ډېره ژر ترسره نه شي.

هغه وویل: (د روسیې) ولسمشر (ولادیمیر) پوتین څو ځله خپل چمتووالی د لوړپوړو اړیکو لپاره څرګند کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول تماسونه باید د تخنیکي او کارپوهانو د کچې د خبرو له مخې لاسته راوړل شوي توافقاتو پر بنسټ وي. ولسمشر پوتین د اړیکو د نظریې ملاتړ کوي، خو باور لري چې دا باید په ښه توګه چمتو شي.

پیسکوف د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه د روسي پلاوي په اړه بې‌ادبانه خبرې کړې دي، چې دا ډول چلند د خبرو د روحیې سره نه‌ښايي.

استانبول د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین د خبرو دوهم پړاو کوربه و، وروسته له هغه چې لومړۍ ناسته د مې میاشتې په ۱۶مه شوې وه.

په دې ځل ناسته کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې نور اسیران به تبادله کوي — په ځانګړي ډول تر ټولو ځوان او ډېر ټپي شوي کسان — او د ۱۲,۰۰۰ وژل شویو سرتېرو مړي به تبادله کېږي، چې د وسله‌والې شخړې پر مهال وژل شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us