ساینس او ټکنالوژي
3 دقیقې خواندن
اروپا فضا ته د خپلواکه لاسرسي په برخه کې یو مهم ګام اوچتوي
د اروپا نوی درند-بار فضايي توغندی، ارین ۶، په پام  ده نن دوشنبه خپل لومړی سوداګریز ماموریت ترسره کړي. اروپا پداسې حال کې دا  فضايي توغندی  فضا ته توغوي چې د امریکا او روسیې ترمنځه ناڅاپي نږدیوالي یو شاک رامنځته کړی دی.
اروپا فضا ته د خپلواکه لاسرسي په برخه کې یو مهم ګام اوچتوي
3 marzo 2025

د اروپا نوی درند-بار فضايي توغندی، ارین ۶، په پام  ده نن دوشنبه خپل لومړی سوداګریز ماموریت ترسره کړي. اروپا پداسې حال کې دا  فضايي توغندی  فضا ته توغوي چې د امریکا او روسیې ترمنځه ناڅاپي نږدیوالي یو شاک رامنځته کړی دی. اروپایي هېوادونه هڅه کوي د فضا ته د خپلواک لاسرسي خوندیتوب ترلاسه کړي.

دا لوړ-پروفایل ماموریت وروسته د هغه نه ترسره کیږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون پر اروپا  غږ وکړ پر امریکا د امنیتي تکیې کمولو لپاره لاس په کار شي.  د اروپا فضايي صنعت هڅه کوي چې د ایلون مسک د سپیس ایکس په وړاندې سیالي کولو توان حفظ کړي.

د څو ځنډونو وروسته، د ارین ۶ توغندی په پام  ده د فرانسې د  ګیانا  کوورو سیمه کې د فضایي بندر څخه د دوشنبې په ورځ  د ماسپخین په یوه بجه او ۳۴ دقیقو فضا ته وتوغول شي.

دا توغندی به د فرانسې یو پوځي سپوږمکۍ انتقال کړي، چې به په تقریباً ۸۰۰ کیلومتره (۵۰۰ میله) لوړوالي کې په مدار کې ځای پر ځای شي.

تمه  کېږي چې CSO-۳ سپوږمکۍ به د فرانسې پوځي خپلواکي پیاوړې کړي او د هغې د پوځ د استخباراتي وړتیاوو ښه پسې لوړه کړي.

اروپا وروسته د هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروری په میاشت کې  پر اوکراین برید وکړ د روسیې د سویوز فضايي توغندي څخه د سپوږمکیو لیږلو لپاره د کار اخیستو نه لاس واخیست. همداشان د اروپا فضايي توغندی ارین ۵ هم تقاعد شوی وو.

" د فرانسې د هوا فضا شرکت ارینسپیس اجرایي رئیس ډیویډ کاوایلولس فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ټوله نړۍ مونږ ته متوجه ده.

د ویلو ده چې په لومړي سر کې دا فضايي سفر د  ډسمبر لپاره پلان شوې چې وروسته دا ماموریت د فبرورۍ ۲۶ او بیا د مارچ ۳ پورې وځنډول شو. د ارینسپیس په وینا د کوورو پرتاب پلیټ فارم ته د سپوږمکۍ رسولو په برخه کې د ستونزو له امله دا ځنډ رامنځته شوی وو.

د تېر کال د جولای په میاشت کې د هغې له پیلیز الوتنې وروسته دا به د ارین ۶ لپاره دویم پرتاب وي.

CSO-۳ به د درې فرانسوي پوځي انځوریز سپوږمکیو شبکه بشپړه کړي، چې لومړي دوه یې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کې د سویوز لخوا فضا ته توغول  شوي وو.

د بله پلوه د فرانسې د فضايي ادارې مشاور جنرال فیلیپ سټینیګر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ، تل غوره ده چې خپل توغندی ولرئ او هغه له خپل کوره  فضا ته وتوغوۍ."

د سپوږمکۍ د پوځي رول په پام کې نیولو سره چې فضا ته لیږل کیږي، سخت امنیتي احتیاطي تدابیر نیول کیږي چې د سویلي امریکا په شمالي ساحل کې د فضایي بندر ته لاسرسی محدود کړي، په داسې حال کې چې درې رافیل جنګي الوتکې ټاکل شوې وې چې د شاوخوا آسمانونو ګزمه وکړي.

سپوږمکۍ باید خوندي وساتل شي،" د CNES د فضايي ترانسپورت رئیسې کارین لیویو وویل. "دا ځانګړي وسایل لري چې باید د هر چا لخوا ونه لیدل شي."

دا سپوږمکۍ به فرانسوي پوځ ته د ډېرې لوړې کیفیت لرونکې انځورونو ترلاسه کولو توان ورکړي.

""فضايي انقلابونه" کتاب لیکوا سټینینګر وویل ، د لومړي لاس معلوماتو لپاره چې پر بل چا تکیه ونه لري دا د وسله والو ځواکونو لپاره ډېر مهم دی چې خپل عملیات ترسره کړي او زموږ د سیاسي چارواکو لپاره چې په بشپړ خپلواک ډول پرېکړې وکړي.

"دا سپوږمکۍ د ۳D انځورونو په مرسته د ډېرو دقیقو پوځي نقشو جوړولو امکان برابروي،"

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us