تورکیه
5 دقیقې خواندن
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ټوله نړۍ مایوسه کړې ده
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا یواځې د غزې خلک نه بلکې ټوله نړۍ او بشریت مایوسه کړی دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګروملتونو  د امنیت شورا ټوله نړۍ مایوسه کړې ده
/ AA
16 ساعته مخکې

فیدان : د ملګروملتونو د امنیت شورا ټول بشریت مایوسه کړی دی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا یواځې د غزې خلک نه بلکې ټوله نړۍ او بشریت مایوسه کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې د غزې د بشري وضعیت په اړه وینا وکړه.

فیدان دلته په خپلو څرګندونو کې وویل ، په همدې ساعتونو کې چې د غزې په اړه  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه دوام لري، په همدې وخت کې د اسرائیلو لخوا د فلسطیني خلکو په وړاندې نسل وژنه هم دوام لري. هغه وویل چې  چې په غزه کې له دوه میلیونو څخه ډیر خلک د داسې دردونو او غمونو سره مخامخ دي چې تعریف يي ناممکن دی. په  ډله ایزه توګه د خلکو بې ځایه کول او پراخه ویجاړی.

فیدان وویل چې په قصدي ډول هر ډول د  بشري مرستو مخه نیول کیږي او ډول ډول خنډونه رامنځته کیږي،  ملکي وګړي د خوړو او اوبو ته د لاسرسي په هڅه کې د مرستو ویشلو  په ځایونو کې په بې توپیره توګه وژل کیږي.

نړۍ "له ۸۰ کلونو وروسته،یو ځل بیا د خلکو د راټولو کمپونو شاهدي  کوي."

د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل ،

"لوږه د جګړې د وسلې په توګه کارول کیږي. د نړیوال بشري قانون داسې یو اصل ندی پاتې چې د اسرائیلو لخوا د خپو لاندې شوی نوي. ډیرو زیاتو او کشاله دارو خبرو ته اړتیا نشته. راځئ چې حقیقت سره مخ شو. له ۸۰ کلونو وروسته، نړۍ یو ځل بیا د خلکو د راټولو کمپونو شاهدي کوي. په غزه کې  د ټول و خلکو په وړاندې د له منځه وړلو کمپاین روان دی."

فیدان په ګوته کړه چې د اسرائیلو جنګي ماشین د هغو ماشومانو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې هڅه کوي خپلو کورنیو ته اوبه راوړي یا هغه میندې چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه لټوي په ډیره بې رحمانه توګه په قتل رسوي . هغه وویل: "دا د نفرت له امله رامینځته شوی ماشین دی. دا د معافیت له امله رامینځته شوی ماشین دی، او دا د ځینو د غیر مشروط ملاتړ له امله رامینځته شوی ماشین دی."

فیدان وویل چې دا وضعیت د ځینو لخوا د ټولو ناخوالو ، ظلمونو او کړاونو سره سره بل لوري ته د تمرکز کولو له امله دوام لري خو نور دا د زغم وړ ندی."

"د مرستې رسولو یوازینۍ مؤثره لاره د ملګرو ملتونو له لارې ده."

فیدان ټینګار وکړ چې غزې ته د خوندي بشري مرستو لاسرسی له څلورو میاشتو راهیسې کم دی او ټینګار یې وکړ چې د مرستې رسولو یوازینۍ مؤثره لاره د ملګرو ملتونو له لارې ده.

فیدان وویل چې د بدیل مرستې ماډلونه د مرستې بې طرفي او وقار کمزوری کوي، او ویې ویل، "مرسته باید د ټولو موجوده لارو څخه وشي او  د نړیوال بشري قانون سره سم او د ملګرو ملتونو سره په بشپړ همغږۍ کې، په وخت، کافي مقدار او پرته له کوم خنډ څخه ورکړل شي. د بشري مرستو بنسټیز اصول - انسانیت، بې طرفي، غیر تبعیض او خپلواکي - باید وساتل شي."

"اسرائیل سوله نه غواړي"

فیدان د دې په یادولو سره چې تورکیه له پیل څخه په نړیواله ټولنه غږ کړی چې بیړني اقدام وکړي وویل، "اسرائیل هڅه کوي چې نه یوازې په فلسطین کې، بلکې په لبنان، سوریه او ایران کې هم د خپل تیري ستراتیژۍ پلي کړي."

فیدان خبرداری  ورکړ که چیرې د اسرائیلو د تیري ستراتیژۍ مخه ونه نیول شي  دا به ټوله سیمه د یوې ناڅرګندۍ او بې ثباتې پر لورې بوځي، "دا په سمه توګه هغه څه دي چې په سوریه کې پیښیږي. د اسرائیلو تیري هغه نازک سوله ګواښوي چې د سوریې خلکو په لوی قیمت ترلاسه کړې ده."

فیدان وویل چې بریدونه په سیمه کې "د قومي نیمګړتیاوو ژورول" دي، او زیاته یې کړه، "دا باید اوس ټولو ته روښانه وي: اسرائیل سوله نه غواړي. اسرائیل ثبات نه غواړي."

"هغه څه چې باید ترسره شي خورا روښانه دي: د اسرائيلو د جنګي ماشین مخه ونیسئ."

فیدان د سوریې د تاوتریخوالي په څنډه کې د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو اړتیا باندې ټینګار وکړ ا زیاته کړه "خطرونه خورا لوی دي. پایله کې رامینځته کیدونکې بې ثباتي به په ټوله سیمه او هاخوا اغیزه وکړي."

فیدان ټینګار وکړ چې د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو پیژندل او د خپلواک فلسطیني دولت جوړول په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره خورا مهم دي، او ویې ویل، "له همدې امله، موږ به د فلسطین د دولت د نړیوال پیژندلو او د فلسطین د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره کار ته دوام ورکړو."

فیدان وویل، "یو حقیقت روښانه دی: امنیت شورا نه یوازې د غزې خلک ، بلکې د بشري وقار هم ناکامه کړی او مایوسه کړی." هغه  زیاته یې کړه چې امنیت شورا هغه ارزښتونه او اصول هم پریښودلي دي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه جوړ شوي دي.

فیدان ټینګار وکړ چې په غزه کې کړکیچ نور بشري بیړنی حالت نه دی، او دوام یې ورکړ:

"دا اوس زموږ د ګډ انسانیت یوه ژوره ازموینه ده. موږ به یا دا ازموینه په ګډه تیره کړو یا به په ګډه ناکامه شو. هغه څه چې باید ترسره شي روښانه دي: د اسرائیلو د جنګي ماشین مخنیوی دی. معافیت پای ته ورسوئ. اوس یو سمدستي او دوامداره اوربند. اوس بې خنډه او پرته د ځنډه بشري مرسته. اوس د دوه اړخیز حل لپاره نوې او بیړنۍ ژمنه."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us