نړۍ
3 دقیقې لوستل
تایلینډ د دوو ورځو په دننه  کې کمبوډیا د دوهم ځل لپاره د اوربند نه  په سرغړونه تورن کړ.
د تايلنډ پوځ د چهارشنبې په ورځ د کمبوډیا پر ځواکونو تور ولګاوه چې د اختلافي پولې په درې جلا ځایونو کې يې د اوربند له تړون څخه سرغړونه کړې، او خبرداری یې ورکړ چې که دغه تیری دوام ومومي، نو ښايي تايلنډي ځواکونه  به اړ شي چې په قاطع ډول ځواب ورکړي.
تایلینډ د دوو ورځو په دننه  کې کمبوډیا د دوهم ځل لپاره د اوربند نه  په سرغړونه تورن کړ.
/ AP
30 جولای 2025

تایلینډ د دوو ورځو په دننه  کې کمبوډیا د دوهم ځل لپاره د اوربند نه  په سرغړونه تورن کړ.

تازه سرحدي نښتې د مالیزیا په منځګړیتوب د اوربند د له منځه وړلو او د امریکا په مشرۍ د سوداګریزو خبرو اترو د درولو لامل کیدای شي . دواړه خواوې یو بل د اوربند نه په سرغړونې تورنوي او ترینګلتیا دوام لري.

د تايلنډ پوځ د چهارشنبې په ورځ د کمبوډیا پر ځواکونو تور ولګاوه چې د اختلافي پولې په درې جلا ځایونو کې يې د اوربند له تړون څخه سرغړونه کړې، او خبرداری یې ورکړ چې که دغه تیری دوام ومومي، نو ښايي تايلنډي ځواکونه  به اړ شي چې په قاطع ډول ځواب ورکړي.

دا تورونه  دوه ورځې وروسته  له هغې چې دواړو هیواودنو د مالیزیا په منځګړیتوب د سولې او اوربند په اړه موافقې ته ورسیدل مطرح شوي دي. د ویلو ده چې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځه اوربند  د دوشنبې د شپې د نیمايي نه  وروسته نافذ شو. دا اوربند د هغې وژونکي جګړې  د پای ته رسولو لپاره اعلان شوی دواړو خواو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده.

په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او له ۳۰۰,۰۰۰ زیات ولسي وګړي د دواړو غاړو څخه بې ځایه شوي دي.

دا اوربند د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله ‌پسې هڅو وروسته ترسره شو. ټرمپ د تايلنډ او کمبوډیا مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې که جګړه دوام ومومي، نو د سوداګرۍ خبرې به پرمخ لاړې نه شي.

تايلنډ او کمبوډیا د خپلو توکو لپاره په امریکا کې چې تر ټولو لوی صاداراتي بازار یې دی، ۳۶ سلنه تعرفې سره مخ دي، او که چیرې هوکړه و نه شي، دغه تعرفه به کمه نه شي.

کله چې د اوربند موافقه وشوه، ټرمپ وویل چې له دواړو مشرانو سره يې خبرې کړې دي او خپل د سوداګرۍ ټیم ته يې امر کړی چې د تعرفو پر موضوع بیا خبرې پیل کړي.

د چهارشنبې په ورځ تايلنډ وويل چې د کمبوډیا ځواکونو د تايلنډ په شمال ختيځ کې د سیساکیټ په ولايت کې، چې د کمبوډیا له شمالي پولې سره نښتی دی، پر تايلنډي پوستو ډزې کړې دي.

د تايلنډ د پوځ وياند، ستر جنرال وينتاي سوارې، خبريالانو ته وويل: "د کمبوډیا ځواکونو د سپکو وسلو او لاسي بمونو کار  اخیستی، چې تايلنډ یې د ځان د دفاع لپاره مجبور کړ چې ځواب ورکړي." 

نوموړي زياته کړه" :دا له تړون وروسته دويمه پېښه ده، او دا پيښې ددې ښکارندويي کوي چې مقابل لورې  د تړونونو درناوی نه کوي، د کړکېچ کمولو هڅې سبوتاژ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ته زیان رسوي."

خو کمبوډیا دغه تورونه رد کړل، ويې ويل چې اوربند ته ژمن دی او د څارونکو غوښتنه یې وکړه.

د کمبوډیا د بهرنيو چارو وزارت وياند چوم سونري خبريالانو ته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل: "کمبوډیا دغه تورونه په کلکه ردوي چې غلط، ګمراه کوونکي، او د نازک باور جوړونې بهير ته زیان رسوونکي دي." نوموړي زياته کړه چې حکومت د څارنې میکانېزم او خپلواکې کتنې ملاتړ کوي.

د اوربند موافقه، چې د ځواکونو د حرکت بندولو پرېکړه هم پکې شامله ده، د يوه لوړپوړي نظامي غونډې ته لاره هواروي، چې د دفاع وزيرانو په ګډون به د اګست په ۴مه نېټه په کمبوډیا کې ترسره شي.

تر دې دمه د درنو وسلو د ډزو راپور نه دی ورکړل شوی، خو دا هم نه ده ويل شوې چې دواړو خواوو خپل ځواکونه په شا کړي وي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us