د برېتانیې حکومت پلان لري چې لږ تر لږه ۱۲ د F-35A جنګي الوتکې چې د اټومي وسلو د لېږد وړتیا لري، وپېري او د ناټو د هوايي اټومي ماموریت برخه وګرځۍ.
د برېتانیې لومړی وزیر کیر سټارمر ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ په هالنډ کې د ناټو په غونډه کې دغه اعلان وکړي او د ناټو غړو هېوادونو څخه وغواړي چې د دې اتحاد سره خپله ژمنتیا نوره هم پیاوړې کړي.
د F-35A الوتکې د دودیزو وسلو د لېږد وړتیا لري، خو که اړتیا وي، د امریکا جوړ اټومي بمونو سره هم سمبالېدلی شي.
دغه پنځم نسل جنګي الوتکه چې ډېری یې د امریکا د لاکهید مارټین شرکت لخوا جوړیږي، په نړۍ کې د پرمختللو الوتکو په ډله کې شمېرل کېږي، که څه هم دا د نړۍ له تر ټولو ګران بیه الوتکو څخه ده.
سټارمر وویل: "په داسې یوه دوره کې چې بېثباتي ډېره زیاته شوې، موږ نور د سولې په اړه ډاډه پاتې کېدای نشو، له همدې امله زما حکومت زموږ په ملي امنیت کې پانګونه کوي."
د ډاونینګ سټریټ په وینا، دغه اقدام د برېتانیې د اټومي دریځ په یوه نسل کې تر ټولو لوی پیاوړتیا ګڼل کېږي.
سټارمر زیاته کړه: "د ناټو سره د برېتانیې ژمنتیا پرته د کوم قدی او شرط څخه ده، لکه څنګه چې د دې اتحاد ونډه زموږ د هېواد د خوندي ساتلو لپاره بېساری ده."
هغه وویل "خو موږ ټول باید د یورو-اتلانتیک سیمې د راتلونکو نسلونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړو."
هغه دا هم وویل چې دغه پرېکړه به د ۱۰۰ شرکتونو لپاره ګټه ورسوي او په ټول هېواد کې به ۲۰,۰۰۰ دندې خوندي کړي، چې د "زموږ د نړۍ مخکښ شاهي هوايي ځواک لپاره یوه نوې دوره" پیلوي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته دغه اعلان د "ناټو لپاره د برېتانیې یو بل قوي ملاتړ" په توګه یاد کړ.