پیسکوف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه تماس به د مسکو په وخت د ماښام په پنځو بجو ترسره شي.
د هغه په وینا، د دې تماس هدف د تیرې اونۍ په استانبول کې د روسیې او اوکراین د خبرو پایلې څیړل دي.
هغه وویل: "د استانبول د خبرو په اړه، موږ مخکې له مخکې خپل دریځ څرګند کړی دی. موږ به د خبرو پایلې ته په کتو تاسو ته بشپړ معلومات وړاندې کړو."
پیسکوف دغه تماس "مهم" وباله او زیاته یې کړه چې مشران به د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.
ویاند د هغو راپورونو هم رد وکړ چې ویل شوي وو د امریکا ځانګړی استازی سټیون ویتکوف به د می په رخصتیو کې روسیې ته سفر وکړي.
هغه وویل: "دغه معلومات ناسم دي."
د پوتین او ټرمپ ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې د مارچ په ۱۸مه ترسره شوې وې. کله چې د دواړو مشرانو د احتمالي ملاقات په اړه وپوښتل شول، پیسکوف وویل چې دا به د دواړو مشرانو د مهالویش او موجودیت پورې اړه ولري.
هغه زیاته کړه: "پلان به د هغوی د پریکړې پر بنسټ وي. دوه ولسمشران خپله پرېکړه کوي."
د کرملین ویاند ټینګار وکړ چې "د ولسمشرانو ملاقات باید ګټور وي، نو ځکه باید په ښه ډول چمتو شي."
له دې وړاندې، ټرمپ د متحده عربي اماراتو د سفر پر مهال ویلي وو چې هیله لري له پوتین سره ژر تر ژره ملاقات وکړي. سپینې ماڼۍ هم ویلي چې دغه خبرې به "ډیر ژر" ترسره شي.
روسیه د اوکراین د شخړې د حل لپاره د امریکا منځګړیتوب هڅې خورا ارزښتمنې بولي؛ که دا هڅې په ریښتیا د سولې د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي، مسکو به یې غوره وګڼي.
ویاند یادونه وکړه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال مخکې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې کړې وې. خو ناټو، د امنیت او همکارۍ لپاره د اروپا سازمان (OSCE)، او نورو استازو د وړاندیز شویو سندونو په اړه خبرې کولو څخه ډډه وکړه.
هغه وویل: "کله چې په سیاسي او ډیپلوماتیکه لاره نورې هڅې پاتې نه شي، نو بیا ځانګړې پوځي عملیات پیل کیږي."
د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې، روسیې وړاندیز وکړ چې ناټو، OSCE، او امریکا له مسکو سره د امنیت د تضمین په اړه خبرې وکړي، ترڅو په رسمي ډول دا ثابته کړي چې د شمالي اتلانتیک تړون ختیځ پراختیا د روسیې پر وړاندې نه ده. خو لویدیځ د داسې تضمینونو ورکولو څخه ډډه وکړه.