نړۍ
3 دقیقې خواندن
اوکراین د روسیې لخوا پر کیف د ډیر ستر برید نه خبر ورکړی دی.
اوکراین ویلي چې "یو بل لوی برید" په پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه چې د دې هېواد لوړپوړي پوځي قوماندان ژمنه وکړه چې پر روسیې بریدونه زیات کړي  ترسره شوی دی.
اوکراین د روسیې لخوا پر کیف د ډیر ستر برید نه خبر ورکړی دی.
/ AP
23 جون 2025

 اوکراین د روسیې لخوا پر کیف د ډیر ستر برید نه خبر ورکړی دی.

اوکراین ویلي چې "یو بل لوی برید" په پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه چې د دې هېواد لوړپوړي پوځي قوماندان ژمنه وکړه چې پر روسیې بریدونه زیات کړي  ترسره شوی دی.

د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې بندې شوې دي، ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ مخامخ غونډه نږدې درې اوونۍ مخکې شوې وه او د تعقیبي خبرو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د کیف د پوځي ادارې مشر، تیمور ټکاچینکو، د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "په پلازمېنه یو بل لوی برید  ښایي د دښمن ډرونونو څو څپې وې."

د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو وویل چې څلور کسان د شیفچینکیفسکي ولسوالۍ کې وژل شوي، چیرې چې د یوه استوګنیز لوړپوړي ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوې، او بل کس په جنوب کې د بیلا تسیرکوا په سیمه کې وژل شوی دی.

دا وروستي بریدونه وروسته له هغې وشول چې د اوکراین عمومي قوماندان اولیکساندر سیریسکي ژمنه وکړه چې پر روسیې بریدونه زیات کړي.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې په دفاع کې نه پاتې کېږو ځکه چې دا هیڅ ګټه نه لري او په پای کې دې ته رسېږي چې موږ شاتګ کوو، خلک او سیمې له لاسه ورکوو."

سیریسکي وویل چې اوکراین به د روسیې پر پوځي هدفونو بریدونه دوامداره وساتي، کوم چې هغه "اغېزمن" بللي دي.

هغه زیاته کړه: "البته موږ به دوام ورکړو. موږ به د بریدونو کچه او ژورتیا زیاته کړو."

د 'عادلانه ځواب' په نوم، اوکراین د جګړې په اوږدو کې پر روسیې ځوابي بریدونه کړي دي، چې د انرژۍ او پوځي زیربناوې یې په نښه کړې دي، ځینې وختونه د جګړې له کرښې څخه سلګونه کیلومتره لرې بریدونه کړي.

کیف وایي چې دغه بریدونه د روسیې له خوا د اوکرایني زیربناوو او ملکي وګړو پر وړاندې د وژونکو بریدونو عادلانه ځواب دی.

د چارواکو په وینا، لږ تر لږه څلور کسان د ختیځ اوکراین په کراماتورسک ښار کې د روسیې د شپې په یوه برید کې وژل شوي، په داسې حال کې چې د ورځې په اوږدو کې د اوکراین د پوځ د روزنې په یوه مرکز کې بل برید درې نور کسان وژلي دي.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د یکشنبې د شپې له ۱۰ بجو څخه  د دوشنبې تر سهار ۶ بجو پورې د روسیې هوايي دفاعي واحدونو ۱۶ اوکرایني ډرونونه ویجاړ کړي دي.

وزارت د دوشنبې په ورځ د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن کې وویل چې ۱۳ ډرونونه د روستوف په سیمه کې غورځول شوي، په داسې حال کې چې پاتې ډرونونه د آستراخان او ولګوګراد په سیمو کې ویجاړې شوې دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us