اسرائیلو امریکا ته د ایران پر خلاف په روانو پوځي عملیاتو کې د ګډون وړاندیز کړی دی.
د Axios ورځپاڼې راپور ورکړی اسرائیل د امریکا څخه غوښتنه کړې چې د ایران پر وړاندې پدې نوي پیل شوي پوځي کمپاین کې ورسره ګډون وکړي.
دې ورځپاڼې د امریکایي او اسرائیلي سرچینو په حواله ویلي دي چې اسرائیل د ایران د فردو یورانیم غني کولو سایټ د ویجاړولو وړتیا نه لري، ځکه چې دا سایټ د غره په ژور ځای کې موقعیت لري. اسرائیل د دې هدف په مؤثره توګه د نښه کولو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا لري.
د Axios په وینا، یو امریکایي چارواکي تایید کړې چې اسرائیل واشنګټن ته په پوځي عملیاتو د ګډون غوښتنه کړې، خو زیاته کړې یې ده چې اداره دا مهال پد ې غور نه کوي.
د یوې اسرائیلي سرچینې په حواله، دې خبري رسنۍ مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو خبرو کې د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د اړتیا په صورت کې د امریکا د ګډون وړاندیز کړی و.
خو د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د جمعې په ورځ دا ادعا رد کړه.
واشنګټن په بیا بیا ویلي چې اسرائیل د ایران پر وړاندې په خپلو وروستیو پوځي اقداماتو کې یوازې عمل کړی.