نړۍ
4 دقیقې خواندن
ګروسي : ایران د یورانیمو د غني کولو کچه اټومي لپاره اړین حد ته رسیدلې ده
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر د دوشنبې په ورځ د ایران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، خبرداری یې ورکړ چې د ایران موجوده زیرمه د اټومي وسلې لپاره اړین حد ته په خطرناکه توګه نږدې شوې ده.
ګروسي : ایران د یورانیمو د غني کولو کچه اټومي لپاره اړین حد ته رسیدلې ده
/ Reuters
10 جون 2025

د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر د دوشنبې په ورځ د ایران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، خبرداری یې ورکړ چې د ایران موجوده زیرمه د اټومي وسلې لپاره اړین حد ته په خطرناکه توګه نږدې شوې ده.

د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان رئیس رافایل ګروسي د ویانا په ښار کې د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې  د بورډ د غونډې د پرانیستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې، وویل چې تهران د یورانیمو د غني کولو کچه "له پامه نشي غورځول کېدای."

هغه زیاته کړه: "د یورانیمو غني کول په خپله کوم ممنوع عمل نه دی، چې زما ایراني همکاران تل راته وایي. خو کله چې تاسو دا زیرمه کوئ او بیا هم دوام ورکوئ... ډېر، ډېر نږدې هغه څه ته چې د اټومي چاودیدونکي وسیلې لپاره اړین دي، نو موږ یې له پامه نشو غورځولی."

هغه وویل: "د دې لپاره هیڅ طبي یا ملکي کارونې نشته. همدا وجه ده چې دا زموږ لپاره مهمه ده."

که څه هم د نړیوالو قوانینو او د ایران د اټومي نه خپرېدو تړون  لاندې غني کول اجازه لري، ګروسي څرګنده کړه چې د ایران د غني کولو پروګرام کچه او سرعت د څارنې له اړخه اندېښنې راپورته کوي.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نوې ډیپلوماتیکې کړکېچونه راپورته شوي دي. ایران او امریکا د عمان په منځګړیتوب د اپریل راهیسې پنځه پړاوه غیر مستقیمې خبرې کړې دي، ترڅو د ۲۰۱۵ کال د ګډ جامع پلان  څخه د امریکا د ۲۰۱۸ کال د وتلو وروسته د اټومي تړون ته د بېرته راستنېدو لپاره لاره ومومي.

خو یو لوی خنډ لا هم پاتې دی: د ایران لخوا د یورانیمو د غني کولو د پروسې د درولو نه انکار کول دي. ایران د یورانیمو غني کول خپل مشروع حق بولي . په ورته وخت کې، ایران ویلي چې د امریکا سره د اټومي خبرو نوی پړاو د یکشنبې لپاره پلان شوی دی.

د ایران د اټومي قضیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د احتمالي راجع کولو او د "سنیپ بیک" بندیزونو د بیا فعالولو په اړه د پوښتنو په ځواب کې، ګروسي وویل: "ښه، زه فکر کوم هر څه یو له بل سره تړلي دي."

هغه یادونه وکړه چې که څه هم د اټومي انرژۍ سازمان  یوه تخنیکي اداره ده، دا د تهران او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي او خپل د تایید کار په خپلواکه توګه ترسره کوي.

ګروسي د ایران د دې ادعا په اړه هم تبصره وکړه چې دوی د اسرائیلو د اټومي پروګرام اړوند اسناد ترلاسه کړي دي.

هغه وویل: "دا داسې ښکاري چې د سورېق په اړه وي، چې یوه څېړنیزه اداره ده چې موږ یې معاینه کوو." هغه زیاته کړه چې ادارې په دې اړه کوم رسمي خبرتیا نه ده ترلاسه کړې.

هغه وویل چې که څه هم اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د اسرائیلو د سورېق سایټ د محدودو څارنې تړون لاندې څاري، خو د اسرائیلو د نورو اټومي تاسیساتو، په شمول د دیمونا تاسیساتو ته لاسرسی نه لري.

د ایران د اټومي سایټونو پر ضد د اسرائیلو د وروستیو پوځي ګواښونو په اړه، ګروسي د ادارې د سولې د حل لارې د هڅو پر رول ټینګار وکړ.

هغه وویل: "موږ هڅه کوو چې دا مسئله د زور یا ځواک له کارولو پرته حل کړو."

ایران په ځواب کې خبرداری ورکړی چې د هر ډول برید په وړاندې به په کلکه غبرګون وښيي، او چارواکو ژمنه کړې چې د اسراییلو د هر ډول پوځي اقدام په وړاندې به "ویجاړونکی ځواب" ورکړي.

که څه هم ګروسي بیا بیا ټینګار وکړ چې IAEA ایران د اټومي وسلو په جوړولو تورن نه کوي، هغه ټینګار وکړ چې د غني کولو اوسني کچې نړیوالې پاملرنې او تایید ته اړتیا لري.

هغه وویل: "د دې حقیقت له امله چې موږ هغه ځوابونه نه دي ترلاسه کړي چې موږ ورته اړتیا لرو، موږ ډاډ نشو ورکولی چې هر څه د سولې په موخو کې دي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us