د غزې جګړه
3 دقیقې خواندن
اسرائیلو په غزه کې د ۱۵ تنو روغتیايی کارکوونکو وژنه یوه عملیاتي خطا بللې ده
د فلسطین سره میاشت د اسرائیلي پوځ هغه پلټنې او راپور په کلکه توګه رد کړ چې د غزې د بیړني خدماتو د ۱۵ کارکوونکو وژنه يي عملیاتي خطا په توګه یاده کړې وه .
اسرائیلو په غزه کې د ۱۵ تنو روغتیايی کارکوونکو وژنه یوه عملیاتي خطا بللې ده
A video showed that the victims were shot, and some of them had their hands bound and were buried in an area roughly 200 meters from where their vehicles had last been seen. / AP
21 اپریل 2025

د فلسطین د سره میاشت ویاندې، نیبال فرسخ، د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "راپور له درواغو ډک دی. دا بې اعتباره او د منلو وړ نه دی، ځکه چې دوې ددې راپور سره په اصل کې دې وژنو او وحشت ته مشروعیت ورکوي.  پړه په ساحوي قوماندانو اچوي او دا د هغوې شخصي تېروتنه بولي په داسې حال کې چې حقیقت بل ډول دی."

له دې وړاندې، د اسرائیلي پوځ یوې بیاکتنې ویلي وو چې د تیرې میاشتې په پېښه کې د غزې د بیړني خدماتو کارکوونکي وژل شوي، او په دې کې "یوه څو مسلکي تېروتنې" شوې وې، او د دې پېښې په تړاو به یو قوماندان له دندې ګوښه شي.

خو پوځ ادعا وکړه چې د عسکرو لخوا د "بې توپیره ډزو" هېڅ ثبوت نشته او ټینګار یې وکړ چې ځینې وژل شوي کسان جنګیالي وو.

یو ویډیو ښيي چې قربانیان په ډزو وژل شوي، او ځینو لاسونه تړل شوي وو او په هغه سیمه کې ښخ شوي وو چې له هغه ځایه شاوخوا ۲۰۰ متره لرې وه چېرته چې د دوی موټر وروستی ځل لیدل شوي وو.

په پیل کې،  اسرائیلي پوځ ادعا وکړه چې ځواکونو یې په هغو موټرو ډزې کړې چې په "مشکوک ډول" نږدې شوي وو او د بیړني حالت هېڅ نښې یې نه درلودې. وروسته پوځ ومنله چې دغه طبي کارکوونکي یې وژلي دي.

پوځ د فلسطیني طبي کارکوونکو د وژنې راپورونه "د وینې تورونه" او د خپلو عسکرو پر وړاندې "ناسم تورونه" وبلل.

پوځ ټینګار وکړ چې دا پېښه د حماس د غړو پر وړاندې د یوې "مهمې دندې" پر مهال رامنځته شوې وه چې د مارچ په ۲۳مه ترسره شوه.

پوځ ادعا وکړه چې د حماس په یوه موټر او وروسته په سیمه کې  په اور وژونکي موټر او امبولانسونو ډزې وشوې .

پوځ ویلي وو چې ځواکونو پدې موټرو د ډزو سره ۱۵ تنه وژلي دي.

"یوازې وروسته، کله چې موټرو ته نږدې شو او د هغوی پلټنه وشوه، معلومه شوه چې دا په حقیقت کې د ژغورنې ډلې وې."

پوځ هم ومنله چې په همدې سیمه کې یې د فلسطین د ملګرو ملتونو په یوه موټر ډزې کړې دي.

پوځ ادعا وکړه چې د طبي کارکوونکو مړي د اسرائیلي ساحوي قوماندانانو لخوا بلې سیمې ته انتقال شول  "ترڅو نور زیان مخنیوی وشي" او "د ملکي خلکو د تخلیې لپاره چمتووالي په موخه  موټرونه له لارې لرې کړل شول ".

پوځ وویل چې ددې پیښې په تړاو يي یو تن ساحوي قوماندان له دندې ګوښه کړی دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us