انګلستان ته روانې د هندوستان د هوايي کرښو مساپروړونکې الوتکې سقوط وکړ.
د ایئر انډیا یوه الوتکه چې ۲۴۲ مسافر پکې سپاره ول، د هند د لویدیځ ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې غورځېدلې ده.
سیمه ییزو رسنیو د ایالت د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د هندوستان ملکي هوايي کرښو ایئر انډیا اړوند یوې مساپروړونکې الوتکې چې انګلستان ته سفر کولو د احمد آباد په سیمه کې وغورځیده. ویل کیږي الوتکه د احمد آباد نه لندن پر لورې روانه وه چې سقوط کړی دی.
پولیسو تایید کړې چې الوتکه د احمدآباد د سردار ولبه بای پټېل نړیوال هوایي ډګر څخه د پورته کېدو لږ وروسته د ډاکټرانو د هستوګنې ودانۍ سره ټکر شوې ده.
ایئر انډیا ویلي چې په الوتکه کې ۱۶۹ هندي اتباع، ۵۳ بریتانوي، ۷ پرتګالي، یو کاناډایي، دوه پیلوټان او لس کابین عمله سپاره وه.
ایئر انډیا په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي: "په دې وخت کې موږ د پېښې جزییات معلوموو او ژر تر ژره به نور معلومات شریک کړو."
د ایئر انډیا مشر ن. چندر شېکرن د دې پېښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په یوه بیان کې ویلي: "زموږ لومړنی تمرکز د ټولو اغېزمنو کسانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ دی. موږ د پېښې په ځای کې د بیړنیو ټیمونو سره د مرستې لپاره هر ډول هڅه کوو او اړین ملاتړ او پاملرنه برابروو."
د لومړنیو راپورونو له مخې، الوتکه د ښار د مېګهاني نگر سیمې ته نږدې غورځېدلې ده، او په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې انځورونه خپاره شوي چې له پېښې ځای څخه د اورلمې او لوګو څپې پورته کیږي.
الوتکه په ځايي وخت په ۱:۳۸ دقیقو الوتنه وکړه وه او په ۱:۴۰ دقیقو د هوایي ډګر ته نږدې یوې ودانۍ سره ټکر شوې ده.
د ګیټوېک هوایي ډګر چارواکو ویلي چې الوتکه د لندن په وخت د ماښام په ۶:۲۵ بجو د رسېدو مهال وېش درلود.
چارواکو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي، او بیړني خدمات د پېښې ځای ته رسېدلي دي. که څه هم جزییات محدود دي، سرچینې وایي چې په الوتکه کې مسافر او عمله سپاره وه. د ملکي هوايي چلند عمومي ریاست (DGCA) چارواکي تمه لري چې د پېښې د علت په اړه بشپړه څېړنه وکړي.
د هوایي ډګر ته نږدې شاهدانو ویلي چې د الوتکه د غورځیدو څخه مخکې یې یوه لویه چاودنه واورېده. د ګجرات حکومت ژمنه کړې چې د پېښې اغېزمنو کسانو ته به ژر تر ژره مرسته او ملاتړ برابر کړي.
د هند پخواني کرکټر او د پارلمان غړي یوسف پټان په ایکس کې ویلي: "د ایئر انډیا د احمدآباد-لندن الوتنې د پېښې په اړه ډېر خواشینی یم. د ټولو مسافرو او عملې د خوندي پاتې کېدو لپاره دعا کوم."