د زلزلې مرکز د ساګینګ ښار شمال لویدیځ ته ۱۶ کیلومتره لرې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې موقعیت درلود، چې د جمعې په ورځ د سهار ۰۶:۲۰ دقیقو کې رامنځته شوه.
د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه پورې کره معلومات نشته .
په بانګکاک کې ځینې میټرو او سپک ریل خدمات وځنډول شول.
په نایپیداو کې خبریالانو وویل چې د زلزلې د شدت له امله سړکونه خراب شوي او د ودانیو له چتونو ټوټې راولوېدې.
د زلزلې ټکانونه د تایلنډ شمالي برخو څخه تر پلازمېنې بانګکاک پورې احساس شول، چیرې چې خلک د ودانیو له لړزېدو وروسته سړکونو ته راووتل.
د چیانګ مای ښار یوه اوسېدونکي، دوینګجای، خبریالانو ته وویل: "ما زلزله احساس کړه، زه په کور کې ویده وم. ما د خوب د جامو سره له کوره بهر منډې کړې.
د چین د زلزلو ادارې په وینا، د دې زلزلې ټکانونه د چین د جنوب لویدیځ یونان ولایت کې هم احساس شوي، چې د دوی په وینا شدت یې ۷.۹ درجې و.
دا یوه روانه پېښه ده او نور معلومات به وروسته شریک شي.