نوې سوریه
3 دقیقې خواندن
د سوریې د نوي حکومت او امریکا ترمنځ یوه نوې موافقه وشوه
د سوریې نوو چارواکو د امریکا سره پدې جګړه ځپلي هېواد کې لادرکه  شوي امریکایان پیدا  او بیرته دې هیواد ته د سپارولو په اړه سره موافقه وکړه.
د سوریې د نوي حکومت او امریکا ترمنځ یوه نوې موافقه وشوه
/ AA
5 ساعته مخکې

د سوریې نوو چارواکو د امریکا سره پدې جګړه ځپلي هېواد کې لادرکه  شوي امریکایان پیدا  او بیرته دې هیواد ته د سپارولو په اړه سره موافقه وکړه.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک، د یکشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: "د سوریې نوې حکومت موافقه کړې چې د امریکا متحده ایالتونو سره په سوریه کې د لا درکه شوو امریکايي وګړو د موندولو په برخه کې مرسته وکړي  او دا کسان بیرته مونږ ته وسپاري." هغه دا ګام "یو ځواکمن پرمختګ" وباله.

هغه زیاته کړه: "د آستین ټایس، مجد کمالماز، او کیلا مولر کورنۍ باید وضاحت ترلاسه کړي." هغه د هغو امریکایي اتباعو یادونه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال د سوریې د ویجاړونکي کورنۍ جګړې پر مهال ورک شوي یا وژل شوي وو.

د امریکا او سوریې اړیکې د دسمبر په میاشت کې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ د ړنګیدو او له واکه د لرې کیدو نه راپدیخوا مخ په ښه کیدو دي. د څه باندې یو لسیزې راهیسې  د دیپلوماتیکو اړیکو د بیرته جوړولو په اړه هلې ځلې پیل شوي دي.

ټایس د آزاد خبریال په توګه د اژانس فرانس پریس، واشنګټن پوسټ او نورو رسنیو لپاره کار کاوه کله چې هغه د ۲۰۱۲ کال د اګست په میاشت کې په یوه پوسته کې ونیول شو.

کمالماز، چې یو سوریایي-امریکایي رواني معالج و، باور کیږي چې هغه د ۲۰۱۷ کال کې د اسد د رژیم لخوا نیول کیدو وروسته مړ شوی و.

مولر، چې یوه مرستندویه کارکوونکې وه، د داعش لخوا وتښتول شوه. داعش د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د هغې د مرګ اعلان وکړ، ویې ویل چې هغه د اردن په یوه هوايي برید کې وژل شوې، خو د امریکا چارواکو دا ادعا رد کړه.

یو نوی فصل

دا اعلان یوه ورځ وروسته وشو کله چې امریکا په رسمي ډول د سوریې پر وړاندې بندیزونه لرې کړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو په یوه نوي فصل د پیل نښه وه.

باراک، چې د تورکیې لپاره د امریکا سفیر هم دی، وویل: "ولسمشر (ډونالډ) ټرمپ دا روښانه کړې چې د امریکایي اتباعو کور ته راوستل یا د هغوی پاتې شونو ته په درناوي سره عزت ورکول په هر ځای کې یوه لوی لومړیتوب دی." هغه زیاته کړه: "د سوریې نوې حکومت به موږ سره په دې ژمنه کې مرسته وکړي."

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په اړه خبر یو سوریایي سرچینې وویل چې د واشنګټن په لیست کې ۱۱ نور نومونه هم شامل دي، چې ټول یې سوریایي-امریکایان دي.

د امریکا لخوا د بندیزونو رسمي لرې کول د سوریې د نوو چارواکو لخوا د کورنیو چارو وزارت د بیا تنظیم سره هم مهاله وشول، چې په کې د سرحدونو په اوږدو کې د مخدره توکو او انسانانو د قاچاق پر وړاندې مبارزه شامله ده، ځکه چې دوی هڅه کوي له لویدیځ سره اړیکې ښه کړي.

د بندیزونو لرې کول د جګړې ځپلي هېواد د بیا رغونې هڅو ته لاره هواروي، چیرې چې چارواکي د بیا رغونې د لوی لګښت په پوره کولو کې د بهرنیو مرستو پر تکیه کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د واشنګټن لخوا د بندیزونو لرې کول وستایل، او دا یې "د بشري او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره په سمه لاره کې یو مثبت ګام" وباله.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us