د ملګرو ملتونو د اتومي څار سازمان (IAEA) وویل، چې د اوکراین په زاپروژیا اتومي بټۍ (ZNPP) ترڅنګ د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي او له نږدې ځای څخه یې لوګی پورته کیږي . دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لخوا پر کیف توغندیز برید د ترسره کیدو نه هم خبر ورکړی شوی دی.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، د دغې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله ویلي: "د اوکراین د زاپروژیا اتومي بټۍ ترڅنګ د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې کاري ټیم لخوا چاودنې اوریدل شوي او له یوه نږدې ځای څخه یې لیدلي چې لوګي ترینه پورته کیږي. د بله پلوه یوې سرچینې ویلي دي چې دا برید د اټومي بټۍ ترڅنګ په یوې ودانۍ شوی دی ."
په اعلامیه کې راغلي، د زاپروژیا اتومي بټۍ چارواکو ټیم ته خبر ورکړی چې دغه تاسیسات چې د بټۍ له احاطې څخه ۱۲۰۰ متره لرې موقعیت لري، د سهار په ساعتونو کې د راکټونو او ډرون بریدونو لاندې راغلی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د سیمې لوګی د غرمې وروسته هم لیدل کیده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه په وروستیو اونیو او میاشتو کې د هغو پېښو یوه برخه ده چې د زاپروژیا اتومي بټۍ کې د روانې جګړې په ترڅ کې د اتومي خوندیتوب خطرونه په ګوته کوي.
په اعلامیه کې د ګروسي له قوله راغلي: "د اتومي بټۍ په شاوخوا کې هر ډول برید – پرته له دې چې هدف یې څه وي – د اتومي خوندیتوب لپاره هم احتمالي خطرونه رامنځته کوي او باید مخنیوی یې وشي. زه یو ځل بیا د اتومي تاسیساتو شاوخوا کې د اعظمي پوځي محدودیت غوښتنه کوم ترڅو د اتومي پېښې د دوامدار خطر مخه ونیول شي."
وروسته، د اوکراین پلازمینې پوځي ادارې د یکشنبې په سهار وختي پر خپل ټیلیګرام پاڼه کې وویل چې روسیې پر کیف د توغندیو برید پیل کړی.
عیني شاهدانو د یکشنبې په نیمه شپه کې له یوې قوي چاودنې څخه خبر ورکړ چې ښار یې ولړزاوه.