د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متقابلو تعرفو اعلان غندل شوی، چې د نړیوالې سوداګرۍ جګړه به نوره هم شدیده کړي. د امریکا د خزانې وزارت خبرداری ورکړی چې هېوادونه دې د دې تعرفو په وړاندې غبرګون ونه ښيي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ وویل چې هېواد به یې د ټرمپ تعرفو ته په متقابلو اقداماتو ځواب ورکړي. هغه خبریالانو ته وویل: "دا ډېره مهمه ده چې په هدفمند ډول او په ځواک سره عمل وکړو، او موږ به همداسې وکړو." نوموړي دا خبرې د کابینې د غونډې مخکې وکړې، چې د کاناډا د ځواب په اړه پرېکړه وکړي.
د مکسیکو ولسمشره کلودیا شینبام وویل چې د ټرمپ د اعلان اغېزې په اړه د وضاحت لپاره به د پنجشنبې ورځې پورې انتظار وکړي. هغې په یوه خبري غونډه کې وویل: "دا داسې نه ده چې که تاسو پر ما تعرفې ولګوئ، زه به پر تاسو تعرفې ولګوم. زموږ ګټه په دې کې ده چې د مکسیکو اقتصاد پیاوړی کړو."
چین وویل چې د امریکا د نوو تعرفو په کلکه مخالفت کوي او د خپلو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره به متقابل اقدامات وکړي. د بیجینګ د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل چې دا تعرفې د نړیوالو سوداګریزو اصولو سره سمون نه لري او د اړوندو خواوو مشروع حقونو او ګټو ته جدي زیان رسوي.
وزارت له واشنګټن څخه وغوښتل چې سمدستي دې تعرفې لغوه کړي، او خبرداری یې ورکړ چې دا اقدامات نړیوال اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي، د امریکا ګټې او نړیوالې رسونې ځنځیرونه زیانمنوي.
د برازیل کانګرس یو قانون تصویب کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي د سوداګریزو خنډونو په وړاندې ځوابي اقدامات وکړي. حکومت وویل چې د امریکا د تعرفو د متقابل عمل ادعا حقیقت نه څرګندوي.
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني، چې د ټرمپ نږدې ملګرې ګڼل کېږي، وویل چې د هغه د ادارې له خوا معرفي شوې تعرفې "غلطې" دي او د امریکا لپاره ګټه نه لري. هغې په یوه بیان کې وویل: "موږ به هر هغه څه وکړو چې د امریکا سره د یوې موافقې لپاره کار وکړو، ترڅو د سوداګرۍ جګړه چې لویدیځ به کمزوری کړي، مخنیوی وشي."
د سویلي کوریا سرپرست ولسمشر هان ډک سو د صنعت وزارت ته لارښوونه وکړه چې د امریکا سره خبرې وکړي ترڅو د تعرفو اغېزې کمې کړي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په یوه مرکه کې وویل چې هېوادونه باید غبرګون ونه ښيي، ځکه چې دا به کړکېچ زیات کړي.
د اروپایي پارلمان د نړیوالې سوداګرۍ کمېټې مشر د ټرمپ د نوې ۲۰ سلنه تعرفې اعلان په کلکه وغنده، چې د اروپایي اتحادیې پر توکو یې لګولې ده. هغه وویل: "د ولسمشر ټرمپ لپاره دا ممکن د 'آزادۍ ورځ' وي، خو د عادي وګړي لپاره دا د 'ګرانۍ ورځ' ده."
"دا غيرموجه، غيرقانوني او غيرمتناسب اقدامات يوازې د تعرفو د لا زياتېدو او د امريکا او ټولې نړۍ لپاره د اقتصادي زوال لوري ته لاره پرانېزي." د جاپان د سوداګرۍ وزير وويل، ما خپل امريکايي سيال ته ويلي چې نوې پراخې تعرفې، چې پکې د جاپاني وارداتو لپاره ۲۴ سلنه ماليات شامل دي، "ډېر د تأسف وړ" دي.
"ما دا څرګنده کړې چې د امريکا له لورې يو طرفه تعرفې ډېر د تأسف وړ دي، او ما يو ځل بيا کلک ټينګار کړی چې دغه تعرفې دې پر جاپان نه عملي کېږي،" د سوداګرۍ او صنعت وزير يوجي موتو خبريالانو ته وويل.
د اسټراليا لومړي وزیر انتوني البانیز وویل چې د امریکا تعرفې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي، خو اسټراليا به غبرګون ونه ښيي. "ولسمشر ټرمپ د متقابلو تعرفو يادونه وکړه. که رښتينی متقابل تعرفه وي، نو بايد صفر وي، نه لس سلنه،" البانيز وويل.
په هند کې د يوه سوداګريز فورم پر مهال، د چيلي ولسمشر ګابرييل بوريچ خبرداری ورکړ چې دا ډول اقدامات، تر دې چې ناڅرګندتيا پيدا کوي، همداراز د "متقابل توافق شوي اصولو" او "هغه اصولو ته چې نړيواله سوداګري تنظيموي" ننګونه برابروي.
'سړه سينه وساتئ'
نور هېوادونه هڅه کوي چې د ټرمپ د تعرفو په اړه کرار پاتې شي، څو د لا زياتې شخړې مخه ونیسي. د يو بريتانوي وزير په وينا، بریتانیا لا هم د امريکا سره د يو اقتصادي تړون د لاسليکولو ژمنه لري، چې کولای شي پر صادراتو لګېدلی ۱۰ سلنه تعرفه "کمه کړي".
"زموږ دريځ دا دی چې کرار او ژمن پاتې شو څو دا تړون ترسره شي، چې هيله لرو د اعلان شويو اقداماتو اغېز به راکم کړي،" د سوداګرۍ وزير جوناتن رېنولډز وويل، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د سوداګريزو ملګرو پر ضد پراخې نوې تعرفې اعلان کړې.
د آلمان د کيمياوي صنايعو سکتور له اروپايي اتحاديې وغوښتل چې "سړه سينه وساتي"، او خبرداری يې ورکړ چې "د شخړې کړۍ به يوازې تاوان زيات کړي".
د آلمان د کيمياوي صنايعو اتحاديې وويل آلمان — چې د صادراتو يو پياوړی هېواد دی او پر امريکايي بازار تکیه لري — "بايد د يوه مخ پر زياتېدو سوداګريز جنګ قرباني نشي".
نيوزيلنډ هم د ټرمپ د تعرفو منطق تر پوښتنې لاندې راوست. د نیوزیلینډ د سوداګرۍ وزیر ټاډ مک کلی د ټرمپ د تعرفو منطق رد کړ او ویې ویل چې د نیوزیلینډ تعرفې د امریکا د ارقامو سره سمون نه لري.
"موږ ۲۰ سلنه تعرفه نه لرو،" هغه وويل، او زياته يې کړه چې نيوزيلنډ "يو ډېر ټيټ تعرفوي نظام لري"، او د تعرفې سم شمېر د امريکا د ټولو هېوادونو لپاره ټاکل شوي ۱۰ سلنه بنسټي نرخ څخه هم ټيټ دی.
"موږ د غچ اخيستو نيت نه لرو، ځکه دا به د نيوزيلنډ د مصرفوونکو لپاره بيې لوړې کړي، او دا به د انفلاسيون لامل شي،" هغه وويل.