د غزې جګړه
3 دقیقې خواندن
اسرائیلو د په غزې د بریدونو له پيل راهیسې تر ۱۴۰۰ څخه زیات روغتیايي پرسونل په شهادت رسولي دي
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې  د نسل وژنې بریدونو له پیل راهیسې ۱۴۰۰ څخه ډیر روغتیايی  پرسونل وژلي دي.
اسرائیلو د په غزې د بریدونو له پيل راهیسې تر ۱۴۰۰ څخه زیات روغتیايي پرسونل په شهادت رسولي دي
/ Reuters
16 اپریل 2025

د غزې د روغتیا وزارت  د سې شنبې پر ورځ په ټیلیګرام کې خپره کړې یوه اعلامیه کې، وویل: "له ۱۴۰۰ څخه ډیر روغتیايي کارکونکي شهیدان شوي، پداسې حال کې چې د روغتیا سکتور شاوخوا ۳۶۰ نور د اسرائیلو په توقیف کې دي."

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو جګړې له ۶۲۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، له ۱۱۵۰۰۰ څخه ډیر ټپیان کړي او نږدې ټول ۲.۳ میلیون خلک بې ځایه شوي  دي.

روغتیايي او بیړنيو خدماتو کارکونکي د اسرائیلو د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. روغتونونه د نړیوال قانون له مخې ځانګړي محافظت لري. بیا هم، اسرائیل دوی محاصره کړي او بمباري یې کړې.

په غزه کې ډاکټرانو د اسرائیلو د بریدونو په جریان کې سختې ستونزې زغملي دي، سلګونه وژل شوي او ډیری نور ټپیان شوي، توقیف شوي یا ورک شوي دي.

اسرائیل روغتونونه، امبولانسونه او روغتیايي پرسونل په نښه کوي، په روغتیایی مرکزونو په سلګونو بریدونه شوي دي، چې خدمات یې په جدي توګه ګډوډ کړي دي.

د غزې روغتیایی سیسټم د سقوط په درشل کې دی. په جنوري کې، WHO راپور ورکړ چې د ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۶ یې په جزوي ډول فعال دي. دا هم کافي طبي سامان الات، درمل او سونګ توکي نلري.

ډاکټران د اسرائیلي پوځ او نښه ویشتونکو له دوامداره ګواښونو سره مخ دي، ځینې یې د په ځانګړې توګه ډاکټران په نښه کوي.

د مثال په توګه، ډاکټر حسام ابو صفیه، د روغتون رئیس، د اسرائیلي ځواکونو لخوا توقیف او شکنجه شو. نور، لکه ایزدین لولو، د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل مګر د اسرائیلو د محاصرو په مینځ کې یې د ناروغانو درملنې ته  دوام ورکړ.

اسراییلي ځواکونو په دې وروستیو کې په سویلي غزه کې د اتو ډاکټرانو په ګډون ۱۵ روغتيايي پرسونل او بیړنیو خدماتو پرسول وژلي دي، او په ډله ایز قبر کې یې ښخ کړي.

د بې هوشۍ، انټي بیوټیکونو او پاکو اوبو په ګډون د اړینو توکو کمښت د سختو انتخابونو لامل شوی دی: د درد وژونکو درملو راشن کول، د بریښنا پرته کار کول، او د بې هوشۍ پرته د غړو پرې کول.

په غزه کې جبري بې ځایه کیدل ډیری اوسیدونکي اغیزمن کوي، پشمول د ډاکټرانو. دوی ډیری وختونه په خیمو کې ژوند کوي او د پوستو او اسرائیلي تاوتریخوالي له امله روغتونونو ته د لاسرسی ګران دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په تېر نوامبر کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوو ګالانټ د نیولو امرونه په غزه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت پر وړاندې د جرمونو په تور صادر کړل.

اسرائیل د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی چې د دې سیمې په اړه یې جګړه کړې ده.

د اسرائیلو پوځ د مارچ په ۱۸مه په غزه کې وژونکی برید بیا پیل کړ، چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ چې په جنوري کې نافذ شوی و.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us