د روغتیا نړیوال سازمان مشر پداسې حال کې چې سترګې له اوښکو ډکې وې او غږ يي نیول شوی وو له اسرائیلو وغوښتل چې په غزه کې نسل وژنه ودروي او "رحم" وکړي او ټینګار یې وکړ چې سوله به د اسرائیلو په خپله ګټه وي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر په اوښکو ډک غږ کې له اسرائیلو وغوښتل چې په غزې کې نسل وژنه ودروي او "رحم" وکړي او ټینګار یې وکړ چې سوله به د اسرائیلو په خپله ګټه وي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس د پنجشنبې په ورځ د کلنۍ غونډې پر مهال، په یوه احساساتي وینا کې وویل چې دا جنګي کړنې اسرائیلو ته زیان رسوي او دایمي حل به رامنځته نه کړي.
هغه وویل: "زه احساس کولی شم چې د غزې خلک به اوس څنګه احساس کوي. زه یې انځورولی شم، زه یې غږونه اورم. دا ټول د PTSD (وروسته د جګړې د رواني فشار ناروغۍ) له امله دي." ټېډروس، چې ۶۰ کلن دی، په وار وار په ایتوپیا کې د خپل ماشومتوب د جګړې وختونه یاد کړي دي.
هغه زیاته کړه: "تاسو تصور کولی شئ چې خلک څومره کړاو ګالي. دا واقعاً غلطه ده چې خواړه د وسلې په توګه وکارول شي. دا ډېر غلط دی چې طبي توکي د جګړې وسیله وګرځول شي."
د ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د ۹۰ ټرکونو مرسته وویشله چې دا د غزې لپاره لومړنۍ مرستې وې له هغه وخت راهیسې چې اسرائیلو د مارچ په ۲مه بشپړ بندیز ولګاوه.
ټېډروس وویل چې یوازې سیاسي حل کولی شي یوه معنی لرونکې سوله راولي.
"د سولې غوښتنه په حقیقت کې د اسرائیلو په خپله ګټه ده. زه احساس کوم چې جګړه خپله اسرائیلو ته زیان رسوي او دایمي حل به رامنځته نه کړي." هغه زیاته کړه.
"زه غوښتنه کوم چې که تاسو رحم وکړئ. دا به ستاسو لپاره ښه وي، د فلسطینیانو لپاره به ښه وي، او د بشریت لپاره به ښه وي ."
د روغتیا نړۍوال سازمان د بیړنیو چارو مشر مایکل رایان وویل چې په غزه کې ۲.۱ میلیونه خلک "د مرګ په فوري خطر کې دي."
"موږ اړتیا لرو چې لوږه ختمه کړو، ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړو او د روغتیا سیستم بیا فعال کړو."
د روغتیا د نړۍوال سازمان په وینا، د غزې فلسطینیان د خوراکي توکو، اوبو، طبي وسایلو، سونګ توکو او سرپناه د سخت کمښت سره مخ دي.
په تېره اونۍ کې څلور لوی روغتونونه د جګړې د نږدېوالي یا د تخلیې سیمو له امله خپلې طبي خدمات بندولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا اداره وايي د غزې د ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۹ روغتونونه څخه فعال پاتې دي، چې کارکوونکي یې په "ناممکن شرایطو" کې کار کوي،
"د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۹۴ سلنه روغتونونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي."
د فلسطین په ټوله سیمه کې یوازې ۲,۰۰۰ د روغتون بسترونه پاتې دي، چې دا شمېره د اوسنیو اړتیاوو لپاره "په کلکه کمه" ده.
"ویجاړتیا منظمه ده. روغتونونه بیا رغول کېږي او بیا تجهیز کېږي، خو بیا د جګړې یا بریدونو ښکار کېږي. دا ویجاړونکی دوران باید پای ته ورسېږي."