چارواکو او رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل، په هند کې د شمال ختیځ سیمو کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویدنې په پایله کې په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي، او د هوا پېژندنې ادارې د نورو سختو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
د هیمالیه په ایالت سکیم کې له زرو زیات سیلانیان بند پاتې شوي وو چې د دوشنبې په ورځ د حکومت په وینا د هغوی د ایستلو هڅې روانې وې. په همدې حال کې په میګالیا ایالت کې د پوځ د ژغورنې ډلې د ۵۰۰ څخه زیاتو خلکو د ژغورلو لپاره هڅې پیل کړې دي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې وو.
په ګاونډي هېواد بنګلهدېش کې، د سلهاټ په شمال ختیځ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه څلور غړي د ځمکې ښویدنې له امله مړه شوي دي، په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په رنګامټي، بندربن او خګراچري غرنیو ولسوالیو کې سلګونه پناه ځایونه پرانیستل شوي دي.
چارواکو د نورو ځمکو ښویدنو او ناڅاپي سیلابونو خبرداری ورکړی دی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په زیانمنو سیمو کې د خطر په وړاندې هوښیار پاتې شي.
سیلابونه میلیونونه خلک اغېزمنوي
د هند شمال ختیځ او بنګلهدېش د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویدنو او ناڅاپي سیلابونو په وړاندې ډېر زیانمن دي، چې هر کال میلیونونه خلک اغېزمنوي.
د آسام ایالت د سیلچار ښار سړکونه او کورونه په اوبو کې ډوب شوي دي، د ANI خبري اژانس لخوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې ونې په سړکونو غورځېدلې دي.
سونُو دیوي، چې د سیلچار اوسېدونکې ده، ANI ته وویل: "موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. زه یو ماشوم لرم، د هغه کټ په اوبو کې ډوب شوی دی. موږ په داسې حالت کې څه وکړو؟ موږ ټوله شپه ویښ پاتې یو."