ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې، چې په ټولنیزه رسنۍ "X" کې خپور شوی، ویلي چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره د نړۍ د مخکښو رسنیو په ډله کې خپل ځای موندلی او د تورکیې غږ یې په نړیواله کچه ټولو ته رسولی دی. هغه د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ټولې کورنۍ ته د لا زیاتو بریا هیله څرګنده کړې او د هغوی د راتلونکو لاسته راوړنو لپاره یې نیکې هیلې وړاندې کړې.
د ولسمشر دا پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره د خپلو شپږو لسیزو عامه خدمتونو او د نړۍ په لسګونو ژبو د خپرونو سره د خپلو بریالیتوبونو لمانځنه کوي.
د ولسمشر ترڅنګ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ادارې ته مبارکي ویلې او دا اداره یې د حقیقت په لټه کې د تورکیې د ملي حافظې او نړیوالو اړیکو د هڅو یوه مهمه ستنه بللې ده.
التون په خپل پیغام کې، چې په ټولنیزه رسنۍ "X" کې خپور شوی، لیکلي دي چې ، د تورکیې ملي رايو تلویزین چې "زموږ د ملت غږ او د دولت حافظه" ده ، د ژورنالیزم او عامه خدمتونو په برخه کې زمونږ یو مهم میراث دی.
هغه زیاته کړه چې TRT نه یوازې خبرونه وړاندې کوي، بلکې د حقیقت ترڅنګ ولاړ پاتې شوی، ارزښتونه یې تولید کړي او د دولت او خلکو ترمنځ یې د اړیکو یو قوي پل جوړ کړی دی.
التون د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون نړیوال رول ته په اشارې سره وویل چې دا اداره د تورکیې نړیوال غږ لوړوي او د نړیوال عدالت په لټه کې د دې هېواد استازیتوب کوي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ TRT یوازې یوه رسنۍ نه ده، بلکې د تورکیې د اړیکو د هغه ماډل سمبول دی چې حقیقت، ارزښتونه او لیدلوری یې لومړیتوب دی."
التون د ولسمشر رجب طیب اردوغان د "د تورکیې پېړۍ" لیدلوري ته په اشارې سره وویل چې TRT د تورکیې نړیوال حضور پیاوړي کولو کې مهم رول لوبوي.
د حکومت د ستراتیژیکو اړیکو د پالیسۍ په چوکاټ کې، التون ژمنه وکړه چې د TRT د بنسټیز ځواک، تولیدي وړتیا او نړیوالې رسېدنې د پراختیا لپاره به ملاتړ روان وي.
التون د خپل پیغام په پای کې د TRT اوسني او پخواني کارکوونکو څخه مننه وکړه او دې ادارې ته یې د عامه خپرونو په سفر کې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.